The news is by your side.

پاکستان د طالبانو کور؛ خو د حق غوښتونکو لپاره زندان دی

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په پېښور کې د پاکستاني پوځیانو لخوا ونیول شو، د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د پاکستان په ګډون باید د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ښاغلي وزیر په ملاتړ اعتراضونه وکړي.

پرون د هېواد د یو شمېر لویو ولایتونو په شمول په بهر کې هم مېشتو افغانانو د علي وزیر د خلاصون په موخه لاریونونه ترسره کړل.

په همدې لړ کې د کابل ښار سلګونه اوسېدونکو پرون د کابل حضوري چمن ته څېرمه راټول شوي وو او د علي وزیر د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښته یې وکړه.

دوی ویل چې پاکستان ځکه علي وزیر نیولی چې هغه د پښتنو د حق غوښتلو لپاره اواز پورته کړی او پاکستان نه غواړي چې پښتنو ته خپل حقونه ورکړي.

لاریون والو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دوی په لر او بر کې یو افغان قوم دی او پاکستاني ریاست ته اجازه نه ورکوي چې نور پر پښتو ځمکه تنور وګرځوي.

دوی زیاته کړه، چې پاکستان د طالبانو کور دی، هلته یې عزت کېږي، امکانات ورته برابرېږي، خو څوک چې د حق اواز پوته کړي، د هغه لپاره زندان دی.

لاریون والو پر پاکستاني ریاست غږ وکړ چې تر هغو علي وزیر خوشې نه کړي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر وړمه ورځ په پېښور کې د یوې جوړې شوې غونډې په پای کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

پر علي وزير تور دی، چې د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې يې د پاکستان مخالف وينا کړې او د پېښور پولیسو د سند پولیسو په غوښتنه نيولی دی.

علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ رهبري غړي تر دې وړاندې هم څو ځل نيول شوي او بېرته خوشې شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.