The news is by your side.

پاکستان وايي، هند پر موږ برید کوي، افغان سوله به هم زیانمنه شي

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان وايي، پاکستان وايي، راپورونه يې تر لاسه کړي دي چې هند تابيا نيولې چې د پاکستان او هند تر منځ پر کرښه پاکستانيان وځپي، خو که چېرې دا جګړه رامنځته شي، افغان سوله خرابوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په متحده عربي اماراتو کې د خپل سفر وروسته خبریالانو ته ویلي، چې اسلام اباد د هند د بریدونه په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي او له نړیوالو سره یې دغه موضوع شریکه کړې ده.

نوموړي وویل، چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه به په افغانستان کې د سولې پر بهیر منفي اغېز وکړي او د دې ذمه واري به د هندوستان پر غاړه وي.

د قریشي په وینا، دا مهال هند په کور دننه له ځينو کش مکشونو سره مخ دی، ځکه نو د خلکو د پام پر بله کولو په موخه شايد پر پاکستان بريد وکړي.

هغه په نړیواله ټولنه غږ کړی، چې هندوستان دې د هغه په وېنا په سیمه کې د بې ثباتۍ راپارولو نه منع کړي.

پاکستان د پردې تر شا هند ځپي

که څه هم هندي چارواکو د پاکستان د دغو ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو د هند لومړي وزیر تر دې وړاندې ویلي و چې پاکستان د پر دې تر شا د هند پر ضد جګړه کوي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر پاکستان تور پورې کړی وو، چې په هندي خاوره کې د پر دې تر شا د هند پر ضد جګړه او د ترهګرو ملاتړ کوي.
مودي ویلي و، که څه هم چې پاکستان د دودیزو جګړو توان نه لري، خو بیا هم د هند له دښمنۍ لاس نه اخلي او هند ته د ترهګرو په استولو سره د هند د ملي امنیت پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د هغه په خبره، پاکستان په دغه سیاست سره هندي ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې او په خبره یې په دودیزه جګړه کې به دومره هندي پوځیان نه وای وژل شوي لکه اوس چې د ترهګرو په لاس وژل کېږي.
دی وايي چې هند د ټوپک پر ځای پرمختګ غواړي، خو په خبره یې د خپلې خاورې د دفاع لپاره به هندي ځواکونه په لا ډېرو پرمختللو وسلو سمبال کړي.

هندیان د حکومت ضد مظاهرې کوي
ها خوا له څه مودې راهيسې په هند کې بزګرانو د حکومت پر ضد مظاهرې پيل کړې دي او په دې سربېره، هلته شته مسلمانان هم د مودي له حکومت څخه ښه خوله نه ښوروي.

نو ښايي چې د هند حکومت د خپلو خلکو د پام پر بله کولو په موخه پر پاکستان برید وکړي.

هند نور زغم نه کوي

 پاکستان کې د مېشتو تروریستي ډلو لخوا د پاکستان د استخباراتو په لمسون د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په تروریستي بریدونو کې لسګونه هندي پوځیانو او عامو هندیان وژلو نور د پاکستان پر وړاندې د هند زغم پای ته رسولی، ځکه خو یې د دغه برید تابیا نیولې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.