The news is by your side.

ولسي جرګه: حکومت او طالبان دې د سولې خبرې د ځای ټاکلو په بهانه نه ځنډوي

خبریال وېبپاڼه/ ولسي جرګه وايي، سولې ته رسېدل د ټولو هیله ده او افغان حکومت او طالبان دې دلته یا هلته د سولې خبرو د ترسره کولو په بهانه نور دغه پروسه نه ځنډوي.

د ولسي جرګې غړي ویلي، ښايي د سولې خبرو کې شل ورځنۍ دمه د پاتې پړاوونه لپاره د ځای ټاکلو په بهانه نوره هم وغځېږي، چې یو غیرمعقول کار دی.

دوی یو ځل بیا پر اوربند ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د سولې خبرو لومړی پړاو د خلکو د تمې خلاف پای ته ورسېد، خو دوهم پړاو کې باید پر اوربند موافقه وشي.

هغوی د لومړي پړاو خبرې هسې د وخت ضایع یاده کړه او وايي، چې په تېرو درېو میاشتو کې د سلګونه افغانانو وینې وبهېدې خو په اوربند سلا نه شول.

حکومت څه وايي؟

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح وړمه ورځ کندهار کې په خپلې وينا کې پر طالبانو غږ وکړ چې د بهرنيو هېوادونو پر ځای دې په کور  دننه د سولې خبرې تر سره کړي.

له امرالله صالح وړاندې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب، په خپله ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر طالبانو غږ کړی وو، چې د سولې خبرو دویم پړاو دې افغانستان کې ترسره شي.

طالبان څه وايي؟

 د طالبانو وياند نعيم وردګ بیا ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي او په وینا یې، افغان ولس ته سوله سپيڅلي ده او دا چې د دوی مخالف لوری په افغانستان کې د سولې خبرو په تر سره کولو ټېنګار کوي، د سولې پر وړاندې د خنډونو جوړلو او بهانې کول دي. ويم پړاو دې افغانستان کې تر سره کړي.

طالبان ولې افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي؟

 د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، دا چې طالبان په افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي تر شا یې دوه لاملونه شتون لري؛ يو دا چې د طالبانو لاسونه د افغانستان د خلکو پر وينو ککړ دي او بل یې دا چې که چېرې دوی په افغانستان کې د سولې خبرې پيل کړي بيا نه شي کولی، چې له خپلو بهرنيو ملاتړو سره سلا – مشورې وکړي؛ خو طالبان بیا وايي، چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون لري او دا په دې معنا نه شي کېدلی چې افغانستان کې د سولې خبرې به د بهرنيانو له لاس وهنو خالي وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.