په فاریاب کې د طالبانو د یوې لویې موټر بم چاودنې مخنیوی وشو
خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو په فاریاب کې د هوايي برید پایله کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له منځه وړی دی او د لویې موټر بم چاودنې مخه یې نیولې ده.
یاد وزات ویلي، برید تېره شپه د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
د دفاع وزارت په وینا، طالبانو غوښتل د یاد موټر بم په واسطه دولت آباد ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي چې د افغان ځواکونو له لوري هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه شو.
د سولې خبرو سره هممهاله وسله والو طالبانو موټر بم او ډله ییزو بریدونو ته دوام ورکړی دی او په هر برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.
تېره ورځ په غزني کې د طالبانو لخوا له چاودېدونکو توکو ډک زرنج چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۵ ماشومان شهیدان او شل نور ټپیان شوی دي.
افغانان اندېښمن دي
دغه وضعیت عام افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي او له ښکېلو اړخونو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم تېره ورځ یو ځل بیا پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې اوربند وکړي.
د مذاکراتي ټیمونو دمه
هلته بیا د سولې مذاکراتي ټیمونه په شل ورځنۍ دمه تللي او دا اندېښنه موجوده ده چې د سولې خبرې به بېرته په ټاکلي وخت پیل شي او که نه، ځکه د سولې خبرو د راتلونکو پړاوونو د ترسره کېدو په اړه ډول ډول نظرونه ورکول کېږي، حکومت وايي چې پاتې خبرې دې افغانستان کې دننه ترسره شي، تر څو د سولې پروسه د بهرنیو له لاسوهنو په امن کې وي، خو طالبان وايي چې لا هم دلته بهرنیان موجود دي او د لاسوهنو تضمین نشته.
ولسي جرګې هم نن پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو د خای ټاکلو په بهانه دې دغه پروسه نه ځنډوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.