بېړنی خبر؛ افغانستان کې د امریکایانو په تر ټولو سترې اډې بریدونه شوي
.خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په تر ټولو لویې پوځي اډې «بګرام» باندې راکټي بریدونه شوي دي
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار دغه پېښه تاییدوي او وايي، چې دوولس فیره د راکت مرمۍ په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وې، چې پنځه هغه یې پر بګرام اډه توغول شوي او اووه نورې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
هغې د یادو بریدونه د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.
تر اوسه امریکايي چارواکو د دغو توغندیو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کوم چا د دې بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.
پر بګرام پوځي اډې چیرته چې ګڼ شمیر بهرني پوځیان میشت دي، دغه راکیټي بریدونه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د شوي توافق سربېره ترسره کېږي.
څو ورځې وړاندې امریکایي ځواکونو په هلمند، نیمروز او کندهار ولایتونو کې د افغان ځواکونو د دفاع په خاطر پر طالبانو هوايي بریدونه کړي وو، چې طالبان یې سخت غوسه کړي وو.
طالبانو یاد بریدونه د دوحې تړون خلاف وبلل او ویلي یې و چې غبرګون به ولري.
هاخوا بیا امریکایانو طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې که جګړه ونه درووي، د دوی خلاف به بیا عملیات پیل کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.