The news is by your side.

د قريشي مداخله کوونکې څرګندونې او د طالبانو خاموشي

د قريشي مداخله کوونکې څرګندونې او د طالبانو خاموشي
خبريال وېبپاڼه/ څو ورځې کېږي پاکستان بیا د مکر اوښکې تويوي او وايي چې هند یې بيا ټکولو ته نیت کړی دی، که څه هم دا ددوی ذاتي مسله ده خو دا چې پاکستان پخپله کوم ذات او بنسټ نلري نو تل هڅه کوي چې خپلې مسلې د نورو فرعي لارو په نورو خلکو حل کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون په اسلام اباد کې وويل چې هند په پاکستان کې د عملياتو او حملې نیت لري، قريشی زياته کړه چې دا حمله به په پاکستان باندې د افغانستان د سولې مسله هم جنجالي کړي.

د طالبانو استازي د شاه محمود سره يو ځای په اسلام اباد کې ليدنې کتنې ورسره لري، دوی دومره نشي ويلی چې پاکستاني چارواکو ته وايي چې ستاسې د جګړې او حملو یې زموږ په سوله څه؟

هغه طالبان چې په عام ډول د حکومت او نورو چارواکو هرې خبرې ته غبرګون ښيي، يوه وړه مسله هم رد کوي ولې د پاکستان په وړاندې داسې ماته خوله دي؟ اوس چې د ځینو طالب ګوټو څخه سړی پوښتنه وکړي چې د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په وړاندې ولې غبرګون نه ښيی، نو وايي به چې طالبان د ټولې نړۍ سره په جنجال کې دي دا یې مناسب وخت نه دی.

خو که همدې طالب ګوټي ته بيا سړی ووايي چې دا د مصلحت عقل مو هغه وخت چېرته و چې د خپلې سرتمبګۍ له لاسه مو افغانستان د امريکايي اشغال په دام کې واچاوه، هغه وخت مو ولې داسې احتياط نه کاوه چې نه افغانستان ددومره لوی جنګ ښکار کېدی نه به تاسې پاکستان ته داسې محتاج کېدی.

هغه وخت مو ولې يو عرب امریکا ته ونه سپاره، اسلامي فقې، علماوو ټولو طالبانو ته وويل چې همدا اسامه امریکا ته وسپارئ، که څه هم ښه کار نه دی خو زيان يې دومره لوی دی چې دين او عقل دواړه د سپارلو طرفدار دي.

خو طالبانو سر تبمه کړی و چې نه دا کار به نکوي او افغانستان به د اسامه قرباني کوي، طالبانو افغانستان د خپل ځان باله دېرش ميليونه نفوس يې د خپل ځان مال ګاڼه او ټول یی د اسامه قرباني کړل.

ددې حملې په هکله د ډېری طالبانو استدلال دادی چې امريکا هسې هم د حملې نیت درلود، ددې په ځواب کې بايد وويل شي چې امريکا خو همدا اوس په ايران او ترکيې هم د بريد نيت لري خو دوی چانس نه ورکوي او بهانه نه ورکوي طالبانو خو په اوله ورځ امريکا ته دا پاس ورکړ چې امریکا ورباندې شوټ وواهه او د افغانستان د اشغال زمينه برابره شوه.

طالبان همدا مصلحت د افغان د حکومت د خلکو د ملي شتمنيو په باره کې نلري، ذبیح الله مجاهد وايي په جنګ کې خو حلوا نه ویشل کېژي، دا د ملکي خلکو د وژنې په هکله د طالب وياند ځواب او استدلال دی، طالب وياند د ملکي خلکو د وژنې په هکله دا هم وايي چې ددوی بريدګر په قصدي ډول هیڅ وخت ملکي خلک نه وژني، ښه اوس چې دې مجاهد صيب ته سړی وايی چې دا ستا بريدګر په دې نه پوهېږي چې د کابل په ښار کې دده چادونه په یوه موټریز کاروان کې څومره خلک وژلی شي؟ ښه پوهېږي خو بس طالبان د خلکو په سترګو کې خاورې شيندي.

طالبان د افغانستان د شتمنیو په هکله هم مصلحت او عقلي پرېکړه نه کوي، که سړک دی که پول دی که بل څه دي که ددی د بم سره ورانیږي نو وايي چې دا ونکړي هېڅ جنګ نشي کولی دا خو د هېواد تر ازادۍ زيات ارزښت نلري، خو همدا طالبان بيا د پاکستاني چارواکو د هغه څرکندونو په وړاندې چې وايي طالبان دوی خبرو ته تيار کړل په طالبانو دوی واک لري د هند سره جګړه د افغانستان سوله تخريب کوي بيا هیڅ نه وايي، دا هغه خبرې دي چې په ښارم افغانستان په چارو کې د مداخلې په مانا دي پدې مانا دي چې طالبان ددوی کسان دي خو طالب وياندویان بيا دوی ته ګونګي دي او تر خولې يې يو لفظ هم نه وزي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.