The news is by your side.

ملي امنیت ننګرهار کې د داعش ډلې د موټر بم بریدونو جوړونکی ونیوه

خبریال وېبپاڼه/ ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د موټر بم بریدونو جوړونکی نیولی دی.

د دې ولایت د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي، د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په کمبو سيمه کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د موټربم بریدونو پلان جوړونکی نیولی دی.

خوږیاڼی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې يو تن بل دوی سره د اړيکو په تور نيول شوی دی.

نوموړی وایي له نيول شويو کسانو څخه يو ميل کلاشينکوف، شپږ شاژورونه او يوه پرتله هم ترلاسه شوې او په سيمه کې له منځه وړل شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره په عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

 داعش وسله والو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې د همدې ولایت د کامې ولسوالۍ شېرګړ سيمه کې ملي امنيت ځواکونو د داعش وسله والې ډلې مالي او اکمالاتي مسوولين ژوندي نيولي وو.

که څه هم حکومت ادعا کوي چې په ننګرهار کې یې داعش ته قومي ماتې ورکړې او دا مهال ډېر فعالیت نه لري، خو یاد ولایت کې اوس هم داعش ډله فعاله ده، چې په موټر بم بریدونو، هدفي وژنو او ګڼو نورو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.

د ملي امنیت شورا هم د داعش په فعالیتونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې که له طالبانو  خلاص شي او یا سوله وشي، بیا به د داعش پر ضد مبارزه چټکه کړي.

داعش نه یوازې په ننګرهار کې بلکې د کابل په شمول د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سترې حملې کوي، چې کله یې مسوولیت مني او کله یې بیا رد کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.