پاکستاني ریاست علي وزیر کراچۍ ته لېږدولی
خبریال وېبپاڼه/ پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوی مخکښ غړی علي وزير له پېښور څخه کراچۍ او له هغه ځايه کوم نامالوم ځای ته لېږدولی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي، علي وزير د کراچۍ د سهراب ګوټ د پوليسو په غوښتنه په پېښور کې نيول شوی او اوس هغوی ته سپارل شوی دی.
د پښتو ژغورنې غورځنګ نړۍوال لاریونونه
وروسته له هغه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په پېښور کې د پاکستاني پوځیانو لخوا ونیول شو، د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د پاکستان په ګډون باید د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ښاغلي وزیر په ملاتړ اعتراضونه وکړي.
پرون د هېواد د یو شمېر لویو ولایتونو په شمول په بهر کې هم مېشتو افغانانو د علي وزیر د خلاصون په موخه لاریونونه ترسره کړل.
د کابل ښار سلګونه اوسېدونکو پرون د کابل حضوري چمن ته څېرمه راټول شوي وو او د علي وزیر د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښته یې وکړه.
دوی ویل چې پاکستان ځکه علي وزیر نیولی چې هغه د پښتنو د حق غوښتلو لپاره اواز پورته کړی او پاکستان نه غواړي چې پښتنو ته خپل حقونه ورکړي.
لاریون والو پر پاکستاني ریاست غږ وکړ چې تر هغو علي وزیر خوشې نه کړي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر وړمه ورځ په پېښور کې د یوې جوړې شوې غونډې په پای کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
پر علي وزير تور دی، چې د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې يې د پاکستان مخالف وينا کړې او د پېښور پولیسو د سند پولیسو په غوښتنه نيولی دی.
علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ رهبري غړي تر دې وړاندې هم څو ځل نيول شوي او بېرته خوشې شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.