The news is by your side.

 افغان ځواکونو کندهار کې ۳۱ طالبان وژلي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۴۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه عملیات د دې ولایت په ډنډ، ارغنداب، پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور مرګوني دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو تصفیوي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه بابه پټنځایونه، یو میل پیکا او یو شمېر نور تجهیزات هم له منځه تللي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او د ترهګرو د ځپلو په موخه ګډ تصفیوي عملیات په شدت دوام لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ښار ته ګډه شوې دي، چي د سرپناه ځایونو د نشتون ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني کندهار ته سفر کړی و او د امنیتي مسوولینو راپورونه یې اورېدلي دي.

غنی ویلي وو چې د کندهار امنیت د ټول افغانستان لپاره مهم دی او ژر به د دې ولایت د امنیتي وضعیت د سمون په موخه یوه هر اړخیزه پرېکړه وکړي.

د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي، د خیالي سرتېرو شتون، د جګړې د واحدې رهبري نشتون، د اکمالاتو کمښت، د ملي اردو د تشکیل کمبود، له دولت سره د ولس نه همکاري او یو شمېر نور مسایل د کندهار د امنیتي وضعیت د خرابولي عمده لاملونه دي.

په دوحه کې د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د سولې مذاکراتو پر کړنلارې د هوکړې سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د جګړې ډګر تود دی، چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.