The news is by your side.

افغان سرتېري په زخمي حالت کې هم خپله وسله طالبانو ته ورنکړه

افغان سرتېري په زخمي حالت کې هم خپله وسله طالبانو ته ورنکړه

خبريال وېبپاڼه/ څه موده وړاندې د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د افغانستان د ملي پوځ په دوو سرتېرو برید وشو، بريد په داسې وخت کې وشو چې د ملي اردو دوو سرتیرو د یوه دوکان څخه ځانته څه سودا اخیسته چې د دوکان په دروازه کې ورباندې دوه طالبانو د تفانچې ډزونه وکړل او دواړه پوځيان يې ټپيان کړل.

د پوځيانو د ټپي کېدو سره سم طالبانو ورباندې ورمنډه کړل او ددوی څخه یې د وسلې اخيستلو هڅه وکړه، یوه عيني شاهد په دې هکله وويل چې طالبانو ډېره هڅه وکړه چې د ملي اردو له دې ټپي عسکرو څخه ټوپک واخلي خو دا عسکر په خپل زخمي حالت کې پخپل ټوپک دومره سریښ و د ځان سره یې دومره کلک نيولی و چې طالبان ونه توانېدل په دې حالت کې هم له دوی څخه ټوپک واخلي او له سیمې یې پښې سپکې کړې.

پوځیان مو د وياړ وړ دي
په داسې يو حالت کې چې د انسان بدن ټپي شوی وي د شهادت وروستۍ سلګۍ وهي خو بيا هم خپله توره او خپل ټوپک نه تسليمول د یوه عظيم وجدان او غيرت واله کس کار کېدی سي، دا خپل هېواد خپلو خلکو خپل دولت ته د وفادارۍ ترټولو لوړه درجه ده، افغان پوځيان د مرګ په حالت کې هم نه دي تيار چې خپله توره دښمن ته ورکړي، دوی د يوې خوا د مرګ سره په جنګ وي خو د بلې خوا د خپل ملت او دولت هغه وسله چې ددوی سره خپل دښمن ته نه سپاري.

هو د افغان پوځ ځینې مشران ډېر وخت داسې کار وکړئ چې خلک خفه کړي، چارواکي په فساد کې لاس لري خو پوځ پاک دی، پوځ ددې خاورې لپاره خپل سر قربانۍ ته اېښی دی، خو ځینې بې وجدانه چارواکي شته دي چې ددې پوځ د ډوډئ او جامو څخه غلا کوي.

د طالبانو د وسلو د شوق بنسټ
طالبان هڅه کوي په هره جګړه چې د ملي اردو يو پوځي په شهادت ورسوي او وسله ترې واخلي خو طالبان دا وسله څه کوي؟ دومره وسله خو دوی په لاس کې لري چې جګړه ورباندې وکړي نو ددې وسلې دومره شوق له دوی سره د کومه شو؟

حقیقت ښکاره دی، طالبان چې د ملي پوځ د شهيد وسله واخلي نو پلوري يې، اوس د کوچنیو طالبانو ټول کار په دې روان دی چې دا ډول وسله ترلاسه کړي او خرڅه يې کړي څوک ورباندې واده کوي څوک ورباندې بل کار کوي څوک پدې پيسو کور چلوي مقصد دوی دا کار صرف د پيسو لپاره کوي.

لوی طالبان د اسلامي نظام په نامه د واک او قدرت غوښتنه کوي او کوچني طالبان د جهاد تر نامه لاندې ځانته خپله خرچه پیدا کوي، هو ددې هرڅه نوم يې بيا جهاد اېښی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.