The news is by your side.

فاریاب کې هره ورځ د زغرو او کونځلو څلور ټنه غوړي تولیدېږي

خبریال وېبپاڼه/ د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د زغرو او کونځلو له تېلي نباتاتو څخه د ورځې تر څلور ټنه غوړي تولید او بازار ته وړاندې کیږي.

 یاد چارواکي وایي، چې د زغرو او کونځلو د پروسس د ماشینونو د تولید وړتیا د ورځې لس ټنه ده، خو یاد ماشینونه د بازار اړتیا ته په کتو د ورځې یوازې درې تر څلور ټنه د زغرو او کونځلو غوړي تولیدوي.

د هغوی په وینا، تېرکال د فاریاب ولایت په یو زر او ۶۴۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې او په دوه زره او ۴۷۰ هکټاره ځمکه کې زغر کرل شوي وو، چې ۱۹۶۸ ټنه کونځلې او ۱۹۱۵ ټنه زغر تر لاسه شوې وه.

چارواکي زیاتوي، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د زغرو او کونځلو د حاصلاتو کچه لس سلنه لوړه شوې ده او په خبره یې، د اټکل له مخې سږ کال څه باندې پنځه زره ټنه زغر او کونځلې راټول شوي دي، چې پکې څه باندې دوه زره او ۷۰۰ ټنه کونځلې او نږدې دوه زره او ۶۰۰ ټنه زغر شامل دي.

دوی وايي، سږکال ددې ولایت په شاوخوا دوه زره او ۷۴۰ هکټاره ځمکه کې زغر او په نږدې دوه زره او ۶۰۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې وې.

مسوولین وايي، چې د فاریاب ولایت د زغرو او کونځلو د پروسس ماشینونه د تولید په موسم کې د ورځې د زغرو او کونځلو د لس ټنه غوړیو د تولید وړتیا لري، خو د مارکېټ غوښتنې ته په کتو د ورځې یوازې درې تر څلور ټنه غوړي تولیدوي.

په فاریاب ولایت کې د زغرو او کونځلو تولید او پروسس په دوه بڼه ترسره کیږي؛ دودیزه بڼه د څارویو له قوې څخه په ګټې اخیستنې او له مدرنو ماشینونو په استفادې صنعتي بڼه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.