The news is by your side.

جهاد که فساد؟ د کندوز خلکو طالبانو پسې وسله را واخیسته

خبریال وېبپاڼه/ د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون کړی دی.

پاڅون کوونکي وایي، طالبانو د جهاد په نوم فساد ته ملا تړلې او دوی به تر هغه وخت د طالبانو پر ضد پاڅون ته دوام ورکړي، تر څو چې یې وسله وال طالبان له خپلو سیمو شړلي نه وي.

پاڅونوال زیاتوي، وسله والو طالبانو د سیمې د خلکو له کورونو مورچې جوړې کړې دي؛ خلک ځوروي، نو ځکه دې ته اړ شول، چې راټول او د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون وکړي.

د هغوی په وینا، وسله والو یې نه یوازې له کورنو د مورچو په توګه کار اخیسته، بلکې راکېټونه یې پرې ويشتل او پر دې نامه چې د کورنۍ غړي یې له دولت سره مرسته کوي، ځورول.

دوی وايي، طالبانو له خلکو سره په دې خاطر بد چلند کاوه چې د دې ولسوالۍ ځوانان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دي او په وینا یې، طالبانو د جوماتونو امامانو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي ځواکونو د سرتېرو د جنازې لمونځ ونه کړي.

د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی و چې که ځوانان یې د ملي اردو په لیکو کې شاملېږي نو حملې ته دې تیار اوسي.

طالبانو دغه راز د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ګواښلي چې که یې د ملي اردو او ملي پولیسو د شهیدو شویو کسانو جناره وکړه، سخته سزا به ورکړي.

یوازې د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي نه دي چې د طالبانو ظلمونو یې د صبرکاسه نسکوره کړه او پر ضد یې وسله را واخیسته، بلکې تر دې وړاندې د ننګرهار د دوربابا، د لغمان د الینګا، د کونړ د نورګل، د پکتیا د میرزکې او یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکو هم د طالبان پر ضد وسله وال پاڅون کړی او له خپلو سیمو یې شړلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.