The news is by your side.

خوستوالو د علي وزیر د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه

خبریال وېبپاڼه/ په خوست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر د خوشې کېدو په موخه لاریون وشو، چې پکې سلګونه کسانو ګډون کړی وو.
دا لاريون چې د خوست ښار په مرکزي چوک کې جوړ شوی وو، د علي وزیر د نيولو پرضد پکې ويناوي وشوې او ګډونوالو د پاکستاني رياست له خوا د پښتنو سره د روان تشدد او ظلم غندنه وکړه.
د لاريون يوه ګډونوال وويل، چې ددې لاريون يوه موخه داده چي د لراوبر د پښتنو يووالی پکې ثابت شي او له بلې خوا نړيوالو ته دا پېغام ولېږدول شي چې پښتانه په سوله یيزو لاريونونو د خپلو حقونو غوښتنه کوي.
دوی زیاته کړه، د پاکستاني رياست څخه یې غوښتنې سوله ییزې دي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي، ځکه په خبره یې، رياست افغان خاورې ته جګړه راوړې ده، خلګ يې نا حقه را وژلي دي، بې عزته کړي او بندیان کړي دي.
د لاریون والو په خبره، نور موږ ددې جګړې ټغر ټولول غواړو او پښتون ژغورنې غورځنګ په ټوله نړۍ کي مو خپل غږ اوچت کړی دی، چې د پاکستاني رياست دا ظلم دې نور ودرول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر وړمه ورځ په پېښور کې د یوې جوړې شوې غونډې په پای کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

پر علي وزير تور دی، چې د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې يې د پاکستان مخالف وينا کړې او د پېښور پولیسو د سند پولیسو په غوښتنه نيولی دی.

علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ رهبري غړي تر دې وړاندې هم څو ځل نيول شوي او بېرته خوشې شوي دي.

اوس راپورونه وايي، چې پاکستاني پولیسو علي وزير له پېښور څخه کراچۍ او له هغه ځايه کوم نامالوم ځای ته لېږدولی دی.
د علي وزیر د نيولو پر ضد په لراوبر کي پراخ لاريونونه دوام لري او د هغه د خوشې کېدو غوښتنې کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.