The news is by your side.

جواد ظریف؛ فاطميون بهترينه ډله ده

جواد ظریف؛ فاطميون بهترينه ډله ده

خبريال وېبپاڼه/ د ايران د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې د ايران له لوري جوړه شوې د شيعه افغانانو غيرې قانوني وسله واله ډله فاطمیون بهترینه ډله وبلله.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پخپله دغه مرکه کې د افغانستان حکومت ته ان دا وړانديز وکړ چې که د افغانستان حکومت تمایل لري نو کولي شي چې ددغه فوق العاده ډلې څخه ګټه واخلي.

فاطميون د ايران لاسپوڅي
فاطمیون هغه لښکر دی چې ايران يې د خپلو نيابتي جګړو لپاره کاروي، دا د خوارو مهاجرو افغان شیعه ګانو يوه ډله ده چې ايران په مذهبي بنسټ پالنه رامنځته کړه او د خپلو ګټو د ساتلو او د په سوريه کې د بشر الاسد غوندې د يوه ديکتاتور د دوام لپاره یې وکاروله.

په دغه جګړه کې چې ټول بنسټ يې د حق خلاف و د ايران د ملاتړ څخه برخمنې دې شیعه ډلې داسې وحشتونه وکړل چې انسانيت ورباندې شرمېږي، فاطمیون ډلې په سوريه کې د سني مسلمانانو اطفال په زانګو کې قتل کړل، د سني مسلمانانو په سرونو يې فوټبال وکړ ددی ترڅنګ یې په نورو دومره وحشتونو لاس پورې کړ چې انسان يې د ويلو توان نلري.

داسې یوه ډله چې د وحشت استازي وي، د يوه شریر ګاونډي په واسطه رامنځته شوې وي، د قانون څخه هخوا غيرې قانوني وسلې او وسله وال لري د ايران د حکومت د بهرنیو چارو د وزير له لوري په ګوستاخانه ډول ستايل کېږي او دا ګستاخ ان وايي چې د افغانستان حکومت دې ورڅخه ګټه واخلي.

د جواد ظريف ګوستاخانه وړانديز
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف لومړی په ډېر شریر لحن سره وويل چې د فاطمیون بهترینه ډله ده، بيا یې په ګوستاخانه ډول دا وړانديز وکړ چې د افغانستان حکومت کولی شي چې ددې ډلې څخه استفاده وکړي.

يانې ظريف د حال په ژبه وايي چې افغان حکومت دې ددوي له لوري د تربیه شوو هغه شیعه ملېشو څخه کار واخلي چې نه انسانيت ته ژمن دي، نه اخلاق پېژني صرف د ايران تر کوتک باندې خوړونکي ځناور دي‌.

ظريف دداسې خبرو جرت ځکه کوي چې په کابل کې د ځواب څوک نه ويني او سترګه یې نه سوزي، ګستاخ ظريف دا هېروي چې افغانستان تل خپلو خلکو ساتلی دی او بهرنيو لرې او پردیو لاسپوڅي یې تل شرمنده له ميدان څخه تښتولي دي، نن که د افغانستان حکومت ضعيف دی خو ملت يې همغه ملت دی چې ايران ته هر ډول ځواب ورکولو ته تيار دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.