The news is by your side.

منظور پښتین؛ خوستيان زنده باد، پښتانه افغانان زنده باد

منظور پښتین؛ خوستيان زنده باد، پښتانه افغانان زنده باد

خبريال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خوستيانو او افغانانو څخه ځانګړې مننه کړې ده، منظور پښتین دا مننه وروسته له هغه د خوستوالو او افغانانو څخه کوي چې نن د افغانستان په ښارونو کې په ځانګړي ډول په خوست کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ او د علي وزير د خلاصون لپاره سترې مظاهرې وشوې.

په خوست کې په زرګونه پښتانه راټول شوي و او د پاکستان د حکومت هغه اقدام یې وغانده چې بدون له هېڅ جرم څخه یې علي وزير د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان د ولسي جرګې وکيل ونيوه.

خوستیانو نه یوازې دا چې پخپل لاریون کې د علي وزير خلاصون غوښت بلکې د پاکستان د حکومت له لوري یې د علي وزير او نورو پښتنو سره غيرې انساني چلند هم وغانده.

پښتین وايي خوستيان زنده باد
په خوست کې د ډېر لوی تعداد سره دومره لوی لاریون ددې سبب شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم غبرګون وښيي، که څه هم مشر پښتين مدام د افغانستان او نړۍ له پښتنو مننه کوي خو نن یې په مننه کې د خوستیانو ځای بېل و.

منظور پښتین د فېسبوک په یوه پوست کې ليکلي چې خوست يان دې ژوندي وي، پښتین همدارنګه د پښتنو د يووالي ستاينه کړې ده او له دې يې ډېره خوښې ښوودلې ده چې د نړۍ په هر ځای کې په افغانستان کې پښتانه په یوه اتفاق دي او د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ ولاړ دي.

منظور پښتین همدارنګه شعار ورکړی دی چې پښتانه افغانان زنده اباد، پښتین په داسې حال کې د خپلو افغانانو ورونو قدرداني کوي چې د افغانستان په سراسر کې د منظور پښتین او پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ لوی لاريونونه روان دي، دا لاريونونه وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير بدون د هېڅ ډول جرم څخه په ډېر غيرې انساني ډول ونیوه.

د پښتنو اتفاق
منظور پښتون د پښتنو اتفاق وستايه، پښتین د پښتنو د اتفاق د خوشحالۍ په هکله ليکلي چې د پښتنو افغانانو اتفاق او یووالی دې ژوند وي.

پښتانه د ډیورنډ دواړو غاړو ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ په سر سره راټول شوي دي او بې شانه اتفاق او اتحاد یې رامنځته کړی دی، تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ټولو پښتنو څخه وغوښتل چې چېرته هم پښتانه دي نو سره راټول دې شي او لویې لویې مظاهرې دې وکړي.

په افغانستان او نړۍ کې د همدې نارې سره په زرګونو پښتنو لاريونونه وکړل په مدني ډول یې د پاکستان وحشت، ظلم او تعصب وغانده او دې جابر حکومت ته یې وښودله چې دوی د ظلم په وړاندې تر دې زيات خاموش نشي پاتې کېدی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.