The news is by your side.

پر پاکستان برید؛ هند که پاکستان به د جګړې میدان وګټي؟

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان تل دوه مخی سیاست کړی، د افغانستان په شمول یې له هندوستان او ګاونډیو نورو هېوادونو سره د پردې تر شا لوبه روانه کړې او د ترهګریزو ډلو د تمویل له لارې یې په سیمه کې خپلې شخصي ګټې خوندي کړې دي.

اوس تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، استخباراتي معلومات يې تر لاسه کړي دي چې هند تابيا نيولې چې د پاکستان او هند تر منځ پر کرښه پاکستانيان وځپي.

هغه زیاته کړې، چې دغه موضوع یې له نړیوالو سره یې دغه موضوع شریکه کړې ده، تر څو پر پاکستان د برید مخه ونیسي او په خبره یې، دغه کړکېچ به افغان سوله هم زیانمنه کړي، چې ضمه واري به یې بیا د هند پر غاړه وي.

پر پاکستان د هند د احتمالي برید اوازه دغه دوه مخي هېواد ته ګټه کوي، ځکه دوی غواړي چې په یو ډول د سولې خبرو اترو کې بیا خنډونه رامنځته کړي، د هند په نوم پخپل هېواد کې وضعیت خراب کړي او له دې لارې غواړي خپلو موخو ته ورسېږي.
په دې کې شک نشته، چې پاکستان ترهګر دی، ترهګریز بریدونه تنظمیوي، پر هند او بالاخره هر چا ملامته دی؛ پاکستان کې د مېشتو تروریستي ډلو لخوا د پاکستان د استخباراتو په لمسون د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په تروریستي بریدونو کې د لسګونه هندي پوځیانو او عامو هندیان وژلو نور د پاکستان پر وړاندې د هند زغم پای ته رسولی، ځکه خو یې د دغه برید، چې تر اوسه دقیق نه دی تابیا نیولې ده.

سیاست او جګړه به څوک ګټي؟
د پاکستان او هند پوځي ټکر که هر څنګه وي، اوس خبره د میدان د ګټلو ده؛ پاکستان د خپلو مخالفینو په پارولو کې پوره مهارت لري، دا هېواد په خاموشۍ کې د خپلو منافقانه سیاستونو د تطبیق ښه تجربه لري او د هندي چارواکو په وینا، پاکستان د پر دې تر شا د هند پر ضد جګړه کوي او ترهګر تمویلوي.

دا احتمالي برید هم ښايي وشي، خو د جنګ او سیاست میدان به پاکستان ګټي، ځکه که څه دغه هېواد د هند له دښمنۍ لاس نه اخلي او هند ته د ترهګرو په استولو سره د هند د ملي امنیت پر وړاندې خنډونه جوړوي، مګر د سیاست او جګړې دواړو میدانونو ګټو ته یې ملا تړلې ده.

پاکستان اوس د هند له پارولو او له احتمالي برید وروسته د سیاسي میدان د ګټلو په هڅه کې دی، ځکه د پاکستان دوه مخی سیاست او د دیپلوماسۍ نور تکتیکونه د دې فرصت ورکوي، چې په نړۍواله کچه ځان له ملامتۍ خلاص کړي او د هر څه پړه پر هند ورواچوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.