جاسیندا آردرن؛ ګاونډیانو ته د کورونا ویروس واکسين وړيا ورکوو
جاسیندا آردرن؛ ګاونډیانو ته د کورونا ویروس واکسين وړيا ورکوو
خبريال وېبپاڼه/ د نوي زيلاند صدراعظمه جاسیندا آردرن وايي چې د هېواد ټول خلک به يې په وړيا ډول د کورونا واکسين ترلاسه کړي، مېرمن جاسيندا نن په یوه غونډه کې وويل چې هېواد یې اماده دی آن خپلو ګاونډيو هېوادونو ته هم په وړيا ډول د کورونا واکسين ورکړي.
د کورونا ويروس د واکسين په هکله د نوي زيلاند دا ښه نیت په داسې حال کې د نړيوالو د تاوده هرکلي سره مخ کېږي چې ددې هېواد ګاونډي هېوادونه ددې واکسين د ترلاسه کولو لپاره کافي مالي امکانات په لاس کې نلري.
خو د نوي زيلاند صدراعظمې نن دوی ته ښه خبر ورکړ او ویې ویل چې د پسيفيک ګاونډيانو ته په وړيا ډول د کورونا ویروس واکسین ورکړي.
د کورونا ويروس واکسين تراوسه پورې ډېر محدود شمیر هیوادونو ته رسېدلی دی، تراوسه يوازې په روسيه کې په چټک ډول د خلکو واکسین کول پيل شوي دي نور هېوادونه د تيارسۍ په حال کې دي، ډیپوګانې او زېرمې ډکوي د خلکو د واکسین کولو لپاره تاسيسات او لیستونه بشپړوي.
د کورونا ويروس واکسين تراوسه د بېوتېک فايزر، مودرنا، اکسفورډ او روسي سپوتنيک وې له لوري جوړ شوی دی، که څه هم يوه چينائي شرکت هم د کورونا ويروس واکسين جوړ کړی دی خو نړيوالو ته د باور وړ نه ښکاري او یوازې ترکيې تراوسه د چين څخه د واکسین د اخيستلو لپاره زړه ښه کړی دی.
په نړۍ کې تراوسه د بيوتیک او مودرنا واکسينونه مخکې شمېرل کېږي او تر ډېره هېوادونه او حکومتونه دو دوو واکسينونه ته جواز ورکوي.
ژمی او واکسين
د نوي زيلاند په شمول ځينې هېوادونه په داسې حال کې د چټک واکسين خبره کوي چې د ژمي په رارسېدو سره په ځینو هېوادونو کې د کورونا ويروس دوهمه او په ځینو کې دريمه څپه پيل شوې ده.
په ډېری اروپايي هیوادونو کې د کورونا ويروس دريمه څپه پيل ده او بعضې هیوادونو پکې بيا سخت کرنټین او ګرځبندیز ته مخه کړې، اټکلونه او وړاندوینې دادي چې په ژمي کې د کورونا ويروس انتقال او ژوندي پاتې کېدو موده زياته وي او له همدې کبله به هم په ناروغانو او هم په مړيو کې زياتوالی رامنځته شي.
پوهان وايي د کورونا ويروس څخه د تل لپاره د ژغورنې لار واکسين دی که څه هم چين بدون له واکسين څخه دې ويروس ته ماتې ورکړه او په ټوله نړۍ کې د چين غوندې د يو سيستم د عملي کولو د سخت والي له کبله به دا چاره په نوره نړۍ کې عملي کول ګران وي.
د يادونې وړ ده چې په نوي زيلاند کې حکومت د اقتصادي ستونزو د زياتېدو له وجې تصميم نيولی دی کې دری کاله به د سياسیونو معاش په هېڅ ډول نه لوړېږي، په دې کې د حکومت مشره جاسیندا آردرن، د کابینې وزیران د ولسي جرګې وکيلان او ځينې نور لوړ پوړي دولتي چارواکي راځي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.