د افغانستان او اسټراليا ترمنځ د ټیسټ لوبې نېټه اعلان شوه

خبريال وېبپاڼه/ څه موده وړاندې چې د افغانستان او د اسټرالیا د کرکټ د لوبډلو لوبې ترسره نشوې کرکټ بورډ د سختو نیوکو سره مخ شو، خو اوس د کرکټ بورډ څخه رارسېدلي خبرونه وايي چې دا لوبه به راتلونکي کال کې ترسره شي.

د کرکټ بورډ چارواکو ویلي دي چې دا لوبه به کال ته د نوامبر په مياشت کې د اسټرالیا په کوربه توب سره ترسره شي، د کرکټ بورډ چارواکو تراوسه په دې هکله غوڅه خبره نه ده کړې چې دقیق به دا‌ لوبه څه وخت وشي صرف د میاشتې نوم یې مشخص کړي دی چې دا لوبه به د نومبر په میاشت کې ترسره شي.

په نورمال ډول سږ کال افغانستان يوه ټېسټ لوبه درلوده چې د اسټراليا سره په آسټراليا کې ترسره کېده خو دا لوبه ځکه ترسره نشوه چې د اسټرالیا کرکټ بورډ په یوه طرفه ډول لغوه کړه، د اسټراليا کرکټ بورډ هغه وخت ويلي و چې دا لوبه يې ځکه لغوه کړې ده چې د کورونا ويروس خطر و خو د اسټراليا په دې پرېکړه ډېرې زياتې نیوکې وشوې، ځکه په همغه ورځو کې اسټراليا د هند سره لوبه وکړه، خکلو د یوه لوري اسټراليا ته ګوته ونیوه چې د افغانستان سره يې لوبه یو طرفه لغوه کړه او د بل لوري يې بيا کرکټ بورډ په کم زوري مدیریت ملامتاوه.

په ټوله کې افغانستان د ټېسټ لوبو د بې تجربه ګۍ سره مخ دی، له همدې کبله په ټېسټ لوبو کې بريا يو څه کمه ده، که څه هم افغانستان په تېرو څلورو لوبو کې دوه ګټلې وې خو د غښتلو ټيمونو په وړاندې بیا تراوسه داسې د پام وړ بريا ته نه دی رسېدلی.

افغان لوبډله ورځ تر بلې په ټېسټ لوبو کې په شاه ځي، داسې چې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې په نهم مقام وه چې وروسته یې بیا دا مقام هم له لاسه ورکړ لسم مقام ته ولاړه اوس بيا د کرکټ د نړيوالې شورا په نوم لیست کې ځای نلري او د لسم څخه هم بهر شوې ښکاري.

د افغانستان د کرکټ‌ نوی مدیریت د بې کفايتۍ بې مسکلي توب له نيوکو سره مخ دی، د کرکټ شننوکي وايي چې د کرکټ مشر فرهان يوسفزی د کرکټ څخه يو بې خبره شخص دی او ورځ تر بلې د افغانستان کرکټ نور هم بې اعتباره کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum