The news is by your side.

د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو نیټه اعلان شوه.

خبریال وېب پاڼه: د ټاکنو خپلواک کمیسون وایې، تمه ده چې د ولایتي شوراګانو او همدارنګه د غزني ولایت څخه ولسيجرګي ته د استازو د ټاکلو لپاره ټولټاکني د روان هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون نن شنبه په کابل کې یوې خبري غونډی په ترڅ کې وویل چې د ولایتی شوراګانو د ټاکنو، د ښارولیود ټاکنو، او همدارنګه د غزنی ولایت لپاره ټاکني چې ځنډیدلي وي د ترسره کولو لپاره یې بشپړ چمتوالي نیولی دی.

حوا علم نورستانۍ د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشري د خبري غونډی پرمهال وویل، د ټاکنو خپواک کمیسون د ۱۴۰۰ هجريلمریز  کال د غزنی ولایت لپاره د ولسي جرګې ټاکني، د ولایتی شوراګانو د ټاکنو او ځينو ښاروالیو د ټاکنو لپاره  ټولتخنیکي او عملیاتي چمتوالی نیولی دی.

د هیواد د ۳۳ ولایتونو لپاره د ولسي جرګې ټاکني د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په پای کې ترسره شوي خو دغزني ولایت د ولسي جرګې ټاکني د ځینو اختلافونو او ستونزو له کبله لا نه دی ترسره شوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون وایې، د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ۱۹میلیونه ډالر او د ولايتي شوراګانو او ښاروالیوټاکنو لپاره ۸۰ میلیونه ډالرو ضرورت دی.

خو، ځینې بنسټونه وایې د ټاکنو خپلواک کمیسون د ضعیف مدیریت له کبله د ټاکنو په ترسره کولو شک لري.

د افغانستان د روښانه او عادلانه ټاکنو د بنسټ رئیس یوسف رشید وایې، (تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسون په دی نه دیتوانیدلی چې بشپړ باور لپاره په پوره ایماندارۍ سره کار وکړي او دا هر څه یې د ټاکنیزو بنسټونو د غولولو لپاره کړي اوهغه څه چې نن وایې یوازي یو اعلان وه).

د ولسي جرګې تیر ځل ټاکني او همدارنګه د هیواد ولسمشریزې ټاکني په زیاتو جنجالو کې ترسره شوي حال دا چېعبدالله عبدالله او ولسمشر غني دواړو په ټاکنو کې د خپلې بریا اعلان وکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.