The news is by your side.

برکت؛ خلیلزاد هم وايي، چې افغان جګړه نامشروع ده

خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او افغان حکومت او طالبان ژر تر ژره باید اوربند وکړي.

خلیلزاد ویلي، چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دوی یې محکوموي او په خبره یې، امریکا هغه کسان هم محکوموي چې د تاوتریخوالي او جګړو د غځېدو امر کوي.

 نوموړي زیاته کړې، چې نن سبا د افغانانو وژل عادي شوي دي په داسې حال کې چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ژمنه کړې ده.

خلیلزاد په ډاګه کړې، چې د سولې هوکړې تر لاسلیک، د کابل اعلامیې تر خپرولو وروسته او دا چې نړیواله ټولنه له افغان سولې ملاتړ کوي دې هر څه ته په کتو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع ده او ښکېلې خواوې دې د خپل ولس غوښتنو ته پام وکړي.

 نوموړي ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات باید چټک شي او اوربند دې تامین شي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې دواړه لوري دې د دایمي سولې لپاره رامنځته شوی فرصت نه ضایع کوي.

امریکا په رښتیا افغان جګړه نه غواړي؟

که څه هم امریکا په افغانستان کې پر روانه جګړه اندېښنه ښيي، خو دوی که وغواړي ښکېل اړخونه ډېر ژر اوربند ته مجبورولای شي، مګر دا هر څه نه کوي، ځکه امریکا نه غواړي له امتیاز پرته له افغانستان ووځي، باید د خپلو ګټو د خوندیتوب یو تضمین یې وي، هغه که د طالب لخوا وي او که د افغان حکومت لخوا.

مذاکراتي ټیمونه دمه اخلي
خلیلزاد په داسې حال کې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه کوي، چې د سولې مذاکراتي ټیمونه په شل ورځنۍ دمه تللي، طالبان پاکستان او افغان پلاوی په کابل کې په مشورو اخته دي او معلومه نه ده چې خبرې به بېرته په ټاکلې نېټه پیل شی او که نه، ځکه ښايي طالبان له پاکستانه کوم نوی فرمایش راوړي او وار دمخه پاکستان ویلي چې که هند پر پاکستان برید وکړي، د سولې پروسه ګډوډېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.