هند؛ د چين سره جګړې ته چمتو يو
هند؛ د چين سره جګړې ته چمتو يو
خبريال وېبپاڼه/ په داسې حال کې چې نوی ډهلی او پکن پخپلو کې د سرحدي مسايلو د حل لپاره د خبرو مېز ته نیږدې شوي دي د هند ددفاع وزير خبرداری ورکوي چې هند د پخواني حالت څخه اوس ډېر زيات بدلون کړی دی او د هر ډول زياتي په وړاندې هراړخيز ځواب ته تيار دی.
د هند ددفاع وزير راجنات سینگ دا خبرې د هند د پوځيانو د تعليمي دورې د پای په يوه غونډه کې وکړې، هند او چين د ډیرې زياتې مودې راهیسې په سرحدي مسايلو سره جنجال لري، دا جنجال ځينې وخت د کوچنيو جګړو او شخړو سبب هم کیژي، خو وېره له دې څخه ده چې هسې نه يوه ورځ دا کوچنۍ شخړې په يوه لويه جګړه باندې بدلې شي او دوه اتومي قدرتونه د يو بل په وړاندې جنګ اعلان کړي.
څه موده وړاندې ددې دواړو هېوادونو اړيکې هغه وخت سره خړې شوې چې کله د يوې سرحدي شخړې په پای کې شل هندي پوځیان ووژل شول، د هند چارواکو دا وويل چې ګڼ شمېر چينايي پوځيان هم وژل شوي دي خو په چين کې د معلوماتو د نه لاسرسي او مطلقې ديکتاتورۍ له کبله د چينايي پوځيانو د تلفاتو شمېر په ډاګه نشو.
دا پیښه ددې سبب شوه چې دا دواړه ګاونډي هېوادونه يو ځل بیا يو بل ته ګوته په ماشه کېني او دجګړې درشل ته سره نېږدې شي.
هند وايي د سولې غوښتونکی دی
د هند ددفاع وزير که څه هم توندې څرګندونې وکړې خو دا يې هم وويل چې هند
په هیڅ وجه د جګړې طرفدار نه دی، بلکې غواړي هرڅه د خبرو د سولې د تفاهم او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي، د هند ددفاع وزير زياته کړه که دا ټولې هڅې پايله نه ورکوي او يو څوک د هند د ملت عزت ته په سپکه سترګه ګوري او د هند په خاوره تېری کوي نو بيا هند د هر ډول جګړې هر ډول حملې او هر ډول ځواب وړتيا لري.
هند او چين پخپلو کې تر ۳,۵ زره کيلومتره زيات سرحد لري چې وخت نا وخت د شخړو او جګړو شاهد وي، په دې جګړو چې تراوسه ددواړو هېوادونو ګنو عسکرو او پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دی، هند ددې پېښو او جنجالونو پړه په چين اچوي خو چين بيا هند ملامتوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.