کاناډا وايي، ایران زموږ خلک وژلي، نړۍوالې محکمې ته یې کش کوو
خبریال وېبپاڼه/ کاناډا وایي، چې که ایران د اوکراینی الوتکې د راپرځولو په قضیه کې همکاري ونه کړي او د پېښې عاملین مجازات نه کړي، نو دغه هېواد به نړیوالې محکمې ته کش کړي.
د سرچینې په خبره، په دې پېښه کې ډېری وژل شوي کسان کاناډايي وګړي دي او له اسنادو ښکاري چې ایران په قصدي توګه دغه ملکي الوتکه په نښه کړې ده، ځکه خو د ایران پر وړاندې نور زغم نه کوي او نړۍوالې محکمې ته به یې کش کړي
ایران تېر کال د امریکا تر څو توغندیزو بریدونو وروسته هغه اوکرایني الوتکه په نښه کړه چې د تهران له هوايي ډګره پورته شوې وه.
په دې پېښه کې د ایرانیانو، اوکراینیانو، کاناډایانو او افغانانو په ګډون ۱۷۶ مسافر ووژل شول.
ایران تر دې دمه له نړیوالو تحقیقاتو سره په دې اړه اړینه همکاري هم نه ده کړې.
کوي.
ایران ولې په څېړنو کې مرسته نه کوي؟
اوکرایني الوتکه د ایران په پلازمېنه تهران کې له امام خمېني هوایي مېدان څخه له پورته کېدو وروسته د ایران د فضایي حریم د کنټرولوونکو لخوا په توغندي وویشتل شوه او رانسکوره کړل شوه، چې ټول مسافر پکې ووژل شول.
دغه الوتکه په قصدي توګه د ایراني ځواکونو لخوا راپرځول شوې ده، ځکه د ایران غوندط ځواکمن هېواد په خاوره کې له دوی پرته هلته څوک دومره یوه لویه پېښه رامنځته کولای شي.
ایران اوس له څېړنو ځان وباسي، تر څو د نړۍوالو له نیوکو سره مخ نه شي، ځکه چې ایران اوس هم تر یو شمېر نړۍوالو بندیزونو لاندې دی. له امریکا سره لانجې یې پخپل ځای پاتې دي، چې دا غم هم ورته پیدا شي، ورځ به یې څه ښه وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.