The news is by your side.

ايا د طالبانو ځای فاطمیون نيسي؟

ايا د طالبانو ځای فاطمیون نيسي؟
خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې ايران د سوريې د جګړې او په سيمه کې د خپلو نورو نيابتي جګړو لپاره د فاطمیون ډله جوړه کړه اندیښنه تل دا وه چې دا ډله خو له افغان مهاجرو څخه جوړه شوې ده نو افغانستان ته به يې زيان او لاس کله رسېږي.

ښکاري داسې چې ايران اوس په دې پریکړه کړې ده چې د فاطمیون ډله بايد نور په افغانستان کې په ژوره توګه استفاده کړي، پرون د ايران د بهرنيو چارو وزير دا خبره د يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې وکړه چې که د افغانستان حکومت وغواړي نو کولی شي ددې ډلې څخه کار واخلي.

ايران د طالبانو په ځای تدبير نيسي
په اوس وخت کې په افغانستان کې حالات او قضيه بدليدونکې ده، امریکا چې د افغانستان او سیمې د سرنوشت په هکله ترټولو لويې پریکړې کوي غواړي د طالبانو سره ددوستۍ دور وازمايي، ايران دې ته په کتو چې امریکا او طالبان کېدی شي سوله وکړي پخپل لاس جوړه شوې ډله فاطميون سيمې ته د استولو نیت لري.

ايران د يوه اړخه دا فکر‌ کوي طالبان به ددوی ګټې خوندي نه کړي او په راتلونکي کې به دوی ته چندان غوږ ونه نيسي، د ایران ددې وېرې تر شاه د امريکا متحده ايالات هم رول لري د ايراني چارواکو په اند کېدی شي امريکا طالبان پخپل کنټرول کې راولي او ان د ايران په وړاندې یې وکاروي او د ايران له لاس خو به يې هسې وباسي.

ايران ددې په وړاندې غواړي خپله بديل ډله ساحې ته ښکته کړي، فاطمیون هغه ډله چې هم په مذهبي ډول د ايران سره اړيکې لري او هم جوړونکی او سمبالولونکی ایران دی، په دې ډول ايران غواړي خپل طاقت په افغانستان کې په بې ساري ډول وښيي او د طالبانو خالي ګاه ډکه کړي.

که څه هم په افغانستان کې د فاطمیون او په ټوله کې د ايران يا د پاکستان د لاسپوڅو ډلو په وړاندې حساسیت او نفرت زيات دی خو د ننه په حکومت کې بيا حالت د باور وړ نه دی.

د يوې خوا په افغان حکومت کې ځینې داسې کړۍ زياتې دي چې د افغانستان په نسبت د ايران ګټو ته ترجيح ورکوي، په مذهبي ډول ځان د ايران ګني، بلې خوا ته دا ډول ډلې شته دي چې د ژبې او تاريخ په ډول ځان د ايران ګڼي د افغانستان او افغان د هويت ضد دريځ لري او ددې دواړو ډلو هخوا بل بنسټ چې بايد هېڅکله داسې نه وی شوی هغه د افغانستان حکومت دی، په حکومت هم اوس شاخوا راتنګه شوې ده د يوې خوا د طالبانو سره د سولې، طالبانو ته د مشروعیت او د طالبانو د بيا راتګ خبرې دي د بلې خوا د امريکايي ځواکونو د وتلو د مرستو د کمولو خبرې دي، ښکاره ده چې حکومتي چارواکي هم د خپلې چوکۍ د ساتلو لپاره هرڅه ته لاس اچوي.

دا هغه خطرونه دي چې افغانستان د ايران دام ته ورنېږدې کوي، که څه هم دا فکر هم شته چې طالبان اوس هم د ايران څخه پيسې او وسلې ترلاسه کوي ورسره اړيکې پالي خو د ايران د بهرنيو چارو د وزير ددې خبرو داسې ښکاري چې طالبان په دراز مدت کې د ايران ګټو ته ژمن نشي پاتې کېدی.

د ايران ددې شوم نیت او پلان په وړاندې بايد په افغان حکومت کې هغه کړۍ بيداره اوسي چې د افغانستان لپاره کار کوي په بل هیچا پورې اړه نلري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.