The news is by your side.

 پاکستان د پور اخیستلو نوی ریکارډ جوړ کړ؛ غرقېږي

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان د روان میلادي کال په لومړیو پینځو میاشتو کې له بهرنیو هېوادونو او ادارو څلورنیم اربه ډالر پور اخیستی دی او په دې سره یې د پور اخیستلو نوی ریکارډ جوړی کړی دی.

د دغه هېواد د اقتصاد وزارت وايي، پاکستان د کال په لومړۍ نیمایي کې دغه ټوله قرضه د خپلو پخوانیو بهرنیو پورونو د پرې کولو لپاره کارولې ده، چې زیاته قرضه یې له چینه اخیستې ده.

د پاکستان د اقتصاد وزارت ویاند وایي، هېواد یې سږ کال ۴.۵ اربه ډالره پورونه اخیستي دي، چې وایي دا د تېر کال د همدومره مودې په نسبت ۴۵ فیصده زیاته شوې ده.

د یاد وزارت له معلوماتو ښکاري‌ چې د سږ کال د لومړیو پینځو میاشتو له څلورنیم اربه ډالره قرضې سره د واکمن تحریک انصاف ګوند د حکومت په مهال ټولې بهرنۍ قرضې ۲۳ اربه ۶۰ کروړه ډالرو ته رسېږي.

د بهرنیو هېوادونو د تجارتي قرضې په لړ کې په تېره یوه میاشت کې یو ارب ډالره زیاتوالی راغلی چې په هغه کې یواځې ۵۰۰ میلینه ډالره له چینه اخیستل شوي دي.

په دغو پینځو میاشتو کې پاکستان تر اوسه د درې فیصده سود یا ګټې په ګډون سعودي عرب ته بیرته خپل دوه اربه ډالره پورې ور ادا کړی دی، ځکه پاکستان دغه پیسې د سعودي په غوښتنه له چینه اخیستې او ور ادا کړې یې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي که پاکستان د سعودي عرب د اخیستي پور د ادا کولو لپاره د چین غوندې متبادل نه وای پیدا کړی نو دا به ورته ګرانه وای چې د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف د قرضې پروګرام فعال کړي.

د اقتصادي چارو څېړونکی اشفاق حسن وایي، په تېرو لسو کلونو کې پاکستان تر بل هر وخت زیاتې قرضې اخیستې دي، چې وایي له کبله یې د پاکستان اقتصاد د قرضو له کبله تر فشار لاندې دی.

هغه زیاتوي، د واکمن تحریک انصاف حکومت مجبوره دی چې د بهرنیو قرضو له بیرته ورکولو سره سره د هېواد د اقتصادي توازن د برابر ساتلو لپاره نوې بهرنۍ قرضې واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.