The news is by your side.

پخوانی طالب چارواکی وايي، طالبان په اسانه ټوپک پر ځمکه نه ږدي

خبریال وېبپاڼه/ د طالبانو پخوانی غړی او د سولې د برخې فعال ملا عبدالسلام ضعیف وایي چې په هېواد کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی، خو ښايي طالبان لومړي سر کې په اسانه اوربند ونه کړي.

د هغه په وینا، د جنورۍ په پنځمه به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات بیا پيل شي او په خبره یې د مذاکراتو دا پړاو به برخلیک ټاکونکی وي او ښایي دواړه لوري پر یو لړ مسایلو توافق رامنځته کړي.

دده په خبره طالبان ډاډه نه دي چې ګواکي افغان حکومت یا امریکا دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو له همدې امله یې اوربند د لېست په پای کې دی.

 ضعیف هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري ژر تر ژره یوه توافق ته سره ورسېږي او په دې توګه په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

د امریکا متحده ایالاتو له لوري تر دوه کلنو هڅو وروسته بالاخره طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېناستل؛ څو په وسیله یې د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه ختمه شي.

د امریکا اوطالبانو د هوکړې پر اساس طالبانو په افغانستان کې د امریکایانو پر وړاندي اوربند اعلان کړی، خو دغه ډله لا هم په پر له پسې توګه د افغان حکومت پر وړاندي جګړې ته دوام ورکوي چې د ملکي تلفاتو سبب کیږي.

نړیواله ټولنه او افغان حکومت طالبان هڅوي چې اوربند وکړي خو دا ډله زړه نا زړه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.