The news is by your side.

 سعودي په لومړي ځل میرمنوته دفوټبال لوبو اجازه ورکړه

په سعودې کې دلومړي ځل لپاره دنجونو فوټبال ډلې دالجبیل په سیمه کې دلوبو لپاره اجازه ورکړل شوه.

الجزیزه لیکې چې دسعودي ته دټرمپ له سفر وروسته دمیرمنولپاره دګڼو بندیزو لړۍ په خلاصون بدله شوې چې لومړی سره کې په هغه هیواد کې دمیرمنوته دموټرچلولو اجازه ،په دویم اودرېيم پړاو کې دتیاتر،سیلاني پارکونو اوځینې نورو بندیزو لیرې شو،خونن په رسمي ډول دپیغلونجونو دفوټبال لوبې اجازه هم ورکړل شوه.

سرچینه وايي چې دلومړي ځل لپاره په هغه هیوادکې دالجبیل صنعتي سیمه کې دمسابقې په ډول لوبه وشوه چې ګڼ لیدونکي اوسیلانیان ورته راغلی و.

الجزیره وايي چې داله تیرې ورځې پیل شوی خو تریوې میاشتې پورې په د دې لوبو لړۍ دوام ولري چې ګڼې مسابقې به په کې وشي ،سرچینه زیاتوي چې دې لوبغاړو کې یوشمیرکم عمره نجونې هم لوبیږي.

ددې لوبو یوه فعاله لوبغاړې وايي چې ډيردخوښۍ ځای دی چې موږ ته دلومړي ځل لپاره دسپورټي لوبو اجازه راکړل شوه میرمن «فوزیه الطواله» په دې هیواد کې میرمنولپاره دسپورټي نړۍ دالومړی ځل دی چې په خپلو سترګويې وینو او خوښي

سرچینه وايي چې په دې لوبو کې یوشمیرلوبغاړي اومسؤلینو هم حضور لرلو،خو دوی وايي چې ځینې ته دا کار ډیرنااشنا و ځکه چې هلته مخکې تردې ډیره مذهبي پای بندي وه.