The news is by your side.

کونړ کې ۱۸۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

خبریال وېبپاڼه/ د کونړ ولايت مقام وایي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ په دې ولایت کې ۱۸۰ تنه تر څلور میاشتنیو حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول.

کونړ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کسانو ته د لرګیو د ګل‌کاري، ویلډینګ، لاسي صنایعو او نل جوړونې په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې زده کړو اساسي هدف د بې کارۍ او فقر کچې راکمول دي او په زده کړو سمبال کسان به بېلابېلو برخو کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شي.

سرچینې د کونړ والي محمد اقبال سعید په حواله د کار او ټولنیزو چارو له وزارت غوښتي چې د بې کارۍ او فقر راکمولو په برخه کې ورته نورې پروژې هم پلان کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د صنعت په برخه کې دې ولایت کې شته فرصتونه د پام وړ بللي او ډاډ یې څرګند کړی، چې دې ولایت ته به د وزارتونو جدي پاملرنه راجلب کړي.

په ورته وخت کې د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عطا الله نوري وایي، چې سږکال د وزارت ترڅنګ د IOM موسې له خوال شل تنه او DRC موسسې له خوا ۱۶۹ تنه په بېلابېلو حرفو کې روزل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا د هېواد په ډېری ولایتونو کې ښځینه او نارینه وو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي او بیا په مختلفو برخو کې ورته د کار زمینې برابرېږي، چې تر ډېره یې ښه نیتجه ورکړې ده.

خلک له دغه پروګرامه خوښ دي او غوښتنه کوی چې دوی ته دې د حرفوي زده کړو ترڅنګ د عملي کار زمینې برابرولو ته هم پاملرنه وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.