The news is by your side.

ولسمشر ښکنځل په پښتو او د علم خبرې په بله ژبه کوي

خبريال ویبپاڼه/ تېره اونۍ د هېواد ولسمشر اشرف غني کابل پوهنتون ته ولاړ او هلته یې د سولې په برخه کې يو لکچر ورکړ، د خپلو مسولیتونو د سولې د پروسې د هېواد د راتلونکې او د واک د انتقال په اصولو او نورو مسلو یې خبرې وکړې، د ولسمشر غني خبرې ښې وې خو نيمايي افغانستان یې په خبرو پوه نشو، دا ځکه چې ولسمشر غني صرف په پاړسي ژبه خبرې وکړې او په پښتو یې يوه کلمه هم ونه ويله.

د يوې خوا زموږ د هېواد د ځینو ولایتونو لکه پکتیا، پکتيکا، روزګان، زابل، کونړ، خوست، هلمند او نورو ولايتونو خلک په پاړسي نه پوهېږي او د بلې خوا د ولسمشر غني په يوه ژبه خبرې کول هویتي مسايلو ته نه درناوی دی.

ولې ولسمشر غني د خپل لکچر يوم يوه برخه په پښتو ورنکړه، ولې دا پښتانه ددې هېواد خلک نه دي، په خپله مورنۍ ژبه د خپل هېواد د ولسمشر د خبرو د اورېدو حق نلري؟ اخر ولسمشر په پاړسي کې څه ليدلي چې په پښتو کې نشته.

ښکنځل په پښتو علمي خبرې په پاړسي

جالبه ده چې ولسمشر غني د علم او ادب خبرې په بله ژبه کوي، خو چې کله یې لاره تنګه شي بيا په پښتو چیغې او نارې پيل کړي او ځینې وخت خو ان ملت ته سپکاوی پيل کړي او بېخي ښکنځل کوي.

ولسمشر ته د ستونزې په وخت کې د قربانۍ په وخت کې پښتو ورځي، نور چې يو ځل دی خپل مقام ته ورسېده بيا یې د پښتو او پښتنو سره د سره لګي نه.

د پښتنو د هويت بنسټ له منځه وړل

ملتونه او قامونه په ژبه اباد وي، ژبه يوازې د اړیکو جوړلو وسيله نده، ژبه د تاريخ د علم د تجربو د انتقال وسيله هم ده، ژبه د هويت ترټولو مهمه برخه ده، کله چې د هېواد ولسمشر یوه خبره په پښتو نکوي، کله چې یې په اراده کې څوک په پښتو فرمان نه ليکلي کله يې چې په اداره کې څوک په پښتو ليکل شوې عريضه نه لاسليک کوي کله يې چې په اداره کې د علم او زده کړو په بنسټونو کې څوک په پښتو ژبه تدريس نکوي نو په پښتو او پښتنو کې څه پاتې شول.

هويت او هغه ارزښتونه چې زموږ هويت جوړوي زموږ د بقا تضمين کوي، کله چې زموږ د هويت سره دومره بې پروايي روانه وي زموږ راتلونکې به څه کیږي.

پښتون د هر لوري وهل کېږي

يوازې ولسمشر غني نه دی چې پښتو وهي، بلکې په ټول موجود اقتدار کې پښتانه او پښتو ټکول کېږي، پښتانه تراوسه پورې په کابل کې په پښتو زده کړې نکوي، ټوله پانګونه په داسې شکل کېږي چې پښتو ته پکې پام نه کېږي.

که کورس دی که پوهنتون دی که بله اراده پښتو کې نه چلېږي، حکومت نه يوازې چې د پښتو د ودې لپاره پاليسي او نیت نلري بلکې د ځپلو لپاره یې کار کوي.

ان په داسې ولايتونو کې چې هلته هېڅ تاجک يا بل دري ژبې شتون نلري عریضې په په پارسي ليکل کېږي، دا نو کوم منطق او وجدان مني.

پښتانه بايد خپلې بقا لپاره پښتو وپالي، پښتو که چې شيدې نکوي او پيسې نه ورکوي خو ددې قام موجودیت تامين کوي، د بې هويتۍ د درد پوښتنه بايد له کډوالو څخه وشي مخکې له دې چې موږ د حکومت د مشرانو د واک په حرص کې د خپل هويت څخه هم خلاص شو باید د خپلې پښتو په دفاع کې ودرېږو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.