The news is by your side.

پاکستان به په افغانستان کې د موقت حکومت ارمان ګور ته یوسي

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې بېرته پیل شوې، ورسوره سم پاکستان په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو چې جهادي رهبران، پخواني ټوپکیان، د پاکستان د ګټو مدافعین او له اوسني حکومته حاشیې ته شوي سیاسیون پکې دي، د موقت حکومت چیغې وهي.
هر پلاوی، چې اکثریت یې د افغان حکومت سیاسي مخالفین و، چې د سولې د خبرو په بهانه اسلام اباد ته تللی، هلته یې یوه غونډه کې موقت حکومت د بحران له وتلو لار یاده کړې او په کور دننه یې هم دغه غږ منعکس کړی دی.
دوی دې ته پام نه کوي چې موقت حکومت خپله د بحران یو پيل دی چې افغانان یې ښه فال نه بولي او تل یې بربادي رامنځ ته کړې؛ خو پاکستان ځکه په موقت حکومت پسې چیغې وهي، چې افغانان د پرمختګ له مسیر راوګرځوي او یو ځل بیا پکې تفرقې ایجاد او داخلي ګډوډۍ زیاتې کړي.
پاکستان سره اوس همدا یوه وروستۍ نسخه پاتې ده چې عملي یې کړي، هغه نسخه د موقت حکومت ده، خو له نیکه مرغه افغانان ډیر هوښیار شوي او د پاکستان په هره اراده باندې پوهیږي او د پاکستان دغه ارمان به له خاورو سره خاورې شي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ شمېر افغاناناو د موقت حکومت پر ضد څرګندونې کړې دي او په ټینګار یې غوښتنه کړې چې په هیڅ صورت باید موقته اداره رامنځته نه شی او د سولې خبرو د بریا په صورت کې دي د ټاکنو له لارې واک بل چاته وسپارل شي.
کله چې د سولې خبرو سره هممهاله طالبانو جګړې ته زور ورکړ او د خبرو خوند کم شو، یو ځل بیا د پاکستان دنډورچیانو د موقت حکومت غږ پورته کړ، خو افغانان پوهېږي چې د موقت حکومت نسخه د دوی لپاره زهر ده او باید اجازه ور نه کړل شي.
دا ډنډوره هغو کسانو اچولې وه چې یا یې د جګړې په دوام کې ګټه ده او یا د پاکستان د ګټو د خوندي ساتلو په سوچ کې دي؛ خو د دې پر ځای چې افغان حکومت دغو پاکستان پلوو ته ځواب ورکړي، عام افغانانو ځواب ورکړی چې موقت حکومت نه بلکې هغه حکومت غواړي چې خلکو رایه ورکړې او خلک تر سولې وروسته د خپلو رایو په پایله کې یو منتخب حکومت غواړي.
د پاکستان د ګټو مدافعین دوی چې د موقت حکومت غږ پورته کوي، اصل کې ولس کې هیڅوک نه لري چې دا غږ پسې بدرګه کړي، بلکې د ولس له توند غبرګون سره مخ کېږي. دوی په دې غږ باندې له بهرنیو استخباراتو پيسې اخلي، یا په دې فکر دي چې موقت حکومت کې به یې یوه څوکۍ یا امتیاز ترلاسه کړي.
پاکستان باید پوه شي چې اوس پخوانی افغانستان نه دی، دلته د خلکو د شعور کچه لوړه شوې او پخپل زیان او ګټو ښه پوهېږي او هیڅکله به چاته اجازه ورنه کړي چې د دوی له نظر او رایې پرته حکومت رامنځته کړي.

پاکستان به د موقت حکومت ارمان ګور ته یوسي، د افغانستان په اړه دا پروژه به یې هم ناکامه او د موقت حکومت داخلي ډنډوره چیان به همداسې مخ توري وي، لکه دا وروستیو کلونو کې چې حاشیې ته شوي او وخت نه ورکول کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.