د عدنان له قيده آزادو شويو نجونو پخپلو اعترافونو کې څه وويل؟

خبريال وېبپاڼه/ عدنان اوکتار کلونه کېږي په ترکیه کې يو تلويزيون درلود، د اې ۹ تلویزیون دده تلويزیون و چېرته به چې سندرې ويل کېدې، ډانسونه به کېدل او د عدنان اوکتار ستاينه به کېده.

د ترکيې حکومت هغه وروسته له هغه ونيوه چې په هکله شکايتونه او شواهد ډېر شول، اوکتار به تل پخپل تلويزیون کې د خپلو ګڼو مريدانو په منځ کې ناست و او مجلس به یې کاوه، د هغه مریدان ډېرې نجونې او لږ نارينه و.

د اوکتار مریدان ښکلې نجونې چې نيمه بربنډې جامې به يې اغوستې و، د تلويزيون په پروګرامونو کې به دوی ترټولو زیات د اوکتار صفت کاوه، عدنان اوکتار به پخپله د هر يوه مريد او موریدې څخه پوښتل چې هغه په هکله يو څه وايي، هغه به بيا دده صفت کولو.

نجونې يې څه ډول ساتلې؟

عدنان اوکتار ځینې کسان درلودل چې د هغه په واسطه یې نجونې ښکار کولې او بیا به یې مجبور کولې چې ددوی سره پاتې شي او هغه څه ومني چې دوی ورته وايي.

وروسته له هغه چې دې ونیول شو نو دده نېږدې ځينې ښځينه مريدانې هم محکمه شوې او ځينې يې خوشي شوې، د خوشي شويو نجونو څخه يوې ېې د ترکيې شو تلويزيون ته وويل چې عدنان اوکتار دوی ټول ګواښل او مجبور کول یې چې هلته پاتې پاتې شي.

د اوکتار ځانګړو کسانو به د پوهنتونونو، ډانس کلبونو، پارکونو او نورو ځايونو څخه هغه ښکلې نجونې څارلې چې ښکلې به وې او په عين حال کې به يې اقتصادي ستونزې درلودې او يا به هم د پيسو ډېر حرص ورسره و.

دوی به لومړی یوه نجلۍ د کار په بهانه تلویزون ته راوسته او وروسته به يې د هغه سره ځینې داسې ناوړه کړنې ترسره کړې يا به يې د هغوي ویډيو ګانې ډکې کړې په بېلابېلو فسادونو او جرمونو کې به یې په شعوري ډول دخيلې کړې، له دې وروسته به دوی دا نجلۍ ګواښله او خپله خبره به یې ورباندې منله، ځینې خوشي شویو نجونو پخپلو اعترافونو کې ويلي دي چې عدنان اوکتار به دوی د خپلې کورنۍ په غړو سره ګواښل.

پوليسو مو شکایت نه مانه

د يوې خوشي شوې نجونې پلار وويل چې ده د خپلې لور د خلاصولو لپاره پوليسو ته هم شکایت وکړ خو هغه وخت پوليسو هم دده خبره وانه ورېدل.

د يادونې وړ ده چې عدنان اوکتار د ترکیې د حکومت له کسانو سره قوي اړيکې درلودې او په حکومت کې یې لاس غښتلي و، وخت نا وخته به یې لوی لوی محفلونه نيول او دوی ته به یې هلته مېلمستياوې کولی.

د عدنان اوکتار سره ټول ۲۳۸ کسان مشکوک اعلان شول چې ځینې ونيول شول او ځینې نور يې له ترکیې څخه په تېښته بريالي شول.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More