The news is by your side.

په ارزګان کې ۵۷ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

خبریال وېبپاڼه/ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لگولو وزارت وایي، په ارزګان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۵۷ بېلابېلو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

له یاد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خیري له قوله راغلي چې د روان کال په ترڅ کې د دې ولایت  د کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو لپاره ۷۲ پروژې پلي شوي دي.

هغه ویلي، چې په یادو پروژو کې د پیازو ۵٠ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه، د مڼو او انارو دوه صفردرجې سړې خونې، جوړول او پر یوشمېر بزګرانود مېوو او سبو ۱۵ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې د ۵۷ پروژو چارې بشپړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هغه په خبره، ددغو پروژو ټول لګښت ۳۲میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۱۶ افغانۍ دی، چې د یوزر او ۵۸ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې وړتیا لري.

دارزګان د کرنې رییس همدا راز ویلي چې یادې پروژې، چې د کرنې وزارت له خوا طرحه او تمویل شوي دي، ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې او د کلیو د پراختیایي شوراګانو په مرسته پلې شوې دي.

د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال له بزګرانو یې غوښتي چې له یادو پروژو په سمه توګه ګټه پورته کړي.

د ارزګان اوسېدونکي د یادو پروژو په پرانیستې خوښ دي او غوښتنه کوي چې د کرنې په برخه کې دې ورته نورې پروژې هم ورته عملي شي، تر څو کرنیز محصولات یې له خرابېدو ژغورل شوي وي.

د کرنیزو توکو د مدیریت پروژه څو میاشتې وړاندې د حکومت لخوا په ټول هېواد کې پيل شوه، چې په د دې پروژې تر چتر لاندې یو شمېر ولایتونو کې د سړو خونو او کشمش خانو چارې بشپړې شوې دي او په ځینو هغو کې لا پاتې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.