The news is by your side.

کرونا پرون راهیسې د ۱۴ هېوادوالو ژوند اخیستی

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت پرون وویل چې په هېواد کې د کرونا ویروس خطر مخ په کمېدو دی، خو له تېرو څلورویشتو ساعتونو راهیسې دغه ویروس د څوارلسو هېوادوالو ژوند اخیستی دی.

روغتیا وزارت نن ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۵۷ نور کسان نیولي دي چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۸۳۱ ته رسېدلی دی.

 د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۴ هېوادوال مړه شوي دي او دوه سوه او پنځه نوي نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۲۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۵ زره او ۱۰۵ ته لوړ شوی دی.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې د کرونا مثتبې پېښې په کمېدو دي، خو وايي چې دا په دې معنا نه ده چې دلته دې د دې ویروس دوهمه څپه پای ته رسېدلې وي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی که چېرې خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او بې‌ غوري وکړي؛ نو هره شېبه د کرونا ویروس د درېیمې څپې د راتلو امکان شته.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د کرونا ویروس لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې میلیوني فساد، کمزوری مدیریت او مسلکي کسانو نشتون هغه څه دي چې په هېواد کې یې د کرونا ویروس لا خپرېدو ته زمینه مساعده کړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.