The news is by your side.

کومانډو ځواکونو هلمند کې ۱۲ ملکي وګړي د طالبانو له زندانده خلاص کړل

خبریال وېبپاڼه/ افغان کومانډو ځواکونو په هلمند کې د وسله والو طالبانو زندان مات کړی او د یوه پولیس په ګډون یې ۱۳ ملکي وګړي له دغه بنده خلاص کړي دي.

ملي دفاع وزارت د یاد زندان ماتېدل تایید کړي او ویلي یې دي، چې دغه زندان د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا جوړ شوی و، چې تېره شپه کومانډو ځواکونو پرې چاپه وهلې ده.

یاد وزارت زياتوي، چې د يادو عملياتو په پايله کې د وسله‌ والو طالبانو سپکې او درنې وسلې او څو عرادې وسایط هم د کومانډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

ملي دفاع وزارت دغه راز ویلي چې د وسله‌ والو طالبانو له زندان ژغورل شوي ملکيان بېرته د کومانډو ځواکونو له لوري خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

وسله ‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو لخوا د وسله والو طالبانو زندانونه مات شوي او ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي ترې ژغورل شوي دي.

که څه هم د سولې په روانو خبرو کې د افغان حکومت او وسله والو ترمنځ د تفاهم پر اساس دواړو لوریو خپل یو شمېر بندیانو تبادله کړل، مګر له وسله والو طالبانو سره د ملکي بندیانو په اړه تر اوسه څه خبره نه ده شوې؛ ځکه دغې ډلې له لویو لارو او بانډو عام خلک په یوه او بله بهانه له ځانه سره بندیان کړي، چې تر اوسه له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

پکار خو دا وه چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د دغو بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم خبرې شوې وای، که تر اوسه نه وي شوې له دې وروسته باید ورته وویل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.