The news is by your side.

د نقيب مسيد له شهادت ۲ کاله وروسته لا هم راو انور اذاد ګرځي

خبريال ويبپاڼه/د سند ستري محکمې، د سیند د پولیسو پخوانی افسر راو انور څوک چې د نقیب مسید او نورو کڼو په وژنه تورن دی محکمې د هغه کې یې د نه حاضریدو ، درخواست رد کړی دی.

د سند ستري محکمې ((های کورټ ) د جنوري په ۱۴ د راو انور په اړه هفه غوښتنه رد کړه چې د سند پخوانی افسر و باید محکمې له محکمه شي شي.

د راو انور وکیل عامر منصب محکمې ته وویل چې راو انور امنیتي اندیښنې لري خو محکمې وویل چې دا به تبعیض او تيری وي. چې راو انور بايد محاکمه شي نو ځکه يې دا غوښتنه یې رد کړې.

د کراچۍ د پولیسو پخوانی افسر راو انوار په جعلي مقابله کې د نقیب موسی په وژلو تورن دی ، راو انوار او نور د کراچۍ د تروریزم محاکمې نمبر 3 کې محاکمه دي.
د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل ، صلاح الدين پهنور وويل ، په قضيه کې د راو انور په وړاندې د شاهدانو څرګندونې روانې دي ، خو هغه پوليس په دې تورنوي چې په قضيه کې ورسره مرسته نه کوي.
“اصلی ستونزه دا ده چې راو اونر خپله د پوليسو يو افسر دی نو ځکه پاکستاني پوليس او نوري اداري مرستع نه کوي.

د هغه په وينا ، هغوی زموږ سره مرسته نه کوي بلکي خنډونه لا زيات راته جوړوي، هغوی زموږ مقدمه نه اخلي موږ د امنیت لپاره بیا غوښتنه وکړه ، خو دا جدي نه نیول شوې او شاهدان نه ساتل کیږي.”

بايد وويل چې نقيب مسيد په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د سند ايالت پوليسو د کراچۍ په ښار کې لومړ ونيو وروسته له ډيرو شکنجو په ډير ظالمانه ډول په شهادت ورسول شو.

هيره دې نه وي چې يوازي نقيب مسيد نه دی چې په ډير ظالمانه ډول د پاکستاني رياست له خوا شهيد کيږي بلکي په زرګونو پښتانه تري تم او په زرکونو شهيدان شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.