The news is by your side.

د بشري حقونو د څار سازمان: پاکستان خپلو خلکو سره په جګړه اخته دی

خبریال وېبپاڼه/ د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وايي، چې پاکستان بشري حقونه پایمال کړي او د نړۍوالو قوانیونو خلاف یې دغه عمل ته لا هم ادامه ورکړې ده.

په راپور کې دا هم ويل شوي چې پاکستان د ولسي خلکو د ځپلو په موخه جکړه کوي او د يادې جګړې پرمهال له ظالمانه قوانينو کار اخلي.

ياد سازمان دغه څرګندونې په خپل تازه کلني راپور کې، چې پرون یې نشر کړی، کړې دي.

په راپور کې ويل شوي چې پاکستان د خپلو خلکو پر ضد جکړه کوي او د جګړې پر مهال له ټولو جګړه ییزو اصولو برخلاف له ناروا او ظالمانه قوانینو کار اخلي.

 د دغه سازمان د ۲۰۲۰ کال په راپور کې راغلي چې پاکستان خبريالان، د مدافع وکيلان، د بشري حقونو او مدني فعالان وېرولي او پر وړاندې یې غیر قانوني چلند کړی دی.

په راپور کې د پاکستان حکومت له لوري پر بيان ازادي او د مدني ټولنو پر فعاليتونو هم د محدوديتونو وضع کېدو ته هم اشاره شوې ده او ویلي شوي دي چې د برېښنايي جرمونو له قانون سره سم يې په تېر ميلادي کال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ۱۲ خبريالانو په اړه پلټنې کړي دي.

پاکستان نه یوازې له خپلو خلکو سره په جګړه کې دی، بلکې هلته له مېشتو کډوالو او قبایلي اوسېدونکو سره هم ناوړه چلند کوي او له امله یې هغوی وخت ناوخته د پاکستاني حکومت پر ضد لاریونونو ته مخه کوي.

لاریون والو وار ـ وار په نړۍواله ټولنه هم غږ کړی چې د پاکستان د ناروا او غیر قانوني کړنو مخه دې ونیسي او دوی دې د بشري حقونو په مراعت کولو ملکف کړي، مګر له دې هر څه سره ـ سره پاکستان په خپل چلند کې بدلون نه دی راوستی او دمګړۍ د بشري حقونو د سرغړونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.