The news is by your side.

فېسبوک د ټرمپ د حساب له تړلو وروسته څو ميليارده ډالره زيان وکړ؟

خبريال وېبپاڼه/ تېره اونۍ وروسته له هغه چې د امريکا د متحده ايالاتو د ټاکنو پايلې جنجالي شوې ددې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلویانو په کانګرس هجوم وروړ، فېسبوک او ټویټر ددې هجوم سبب د ډونالډ ټرمپ تشويق وباله او د ډونالډ ټرمپ اکونټونه یې وتړل.

ډونالډ ټرمپ چې هسې یې هم په امريکا کې په میډیا باور نه درلود او بار بار یې ويلي و چې مېډيا د امريکا د ګټو خلاف، د حکومت خلاف کار کوي او نورو خلکو ته خدمت کوي، د خلکو سره یې د اړيکې يوازنی د وصل ساده او اسانه لاره ټويټر او فېسبوک و، خو اوس ده دا دواړه اکونټونه هم له لاسه ورکړل.

د فېسبوک او ټویټر ارزښت څومره کم شو؟

وروسته له هغه چې فېسبوک او ټویټر د ډونالډ ټرمپ اکونټونه وتړل د اسعارو په بازار کې ددوی برخې ولویدې، فېسبوک بيا ترټولو زيات زيان وليد او د ۴۷,۶ ميليارده ډالرو په کچه یې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، د فېسبوک وروسته په دوهمه درجه کې بيا ټويټر ډېر زیان وکړ د ټويټر حيصو يا برخو د اسعارو په بازار کې ۳,۵ ميليارده ډالره زيان وکړ.

که څه هم فېسبوک او ټویټر د ډونالډ ټرمپ د اکونټ د تړلو سره زيان وکړ خو د ځینو ورو شرکتونو کيسه بيا داسې نه ده، مثال امازون وېب هوسټ ګټه وکړه، په ټویټر او فیسبوک کې د ډونالډ ټرمپ د اکونټونو د تړلو وروسته نوموړي په پارلر Parler کې چې ټویټر ته ورته يو ټولنيز اپليکېشن دی فعاليت پيل کړ، خو امازون ددې اپليکېشن کوربه پرېښود او اپل سټور هم له خپل سټور څخه لرې کړه.

خو دې دواړو شرکتونو نه يوازې چې زيان ونکړ بلکې د بيو يا اسعارو په بازار کې یې ارزښت نور هم لوړ شو، د ټويټر او فېسبوک د زیان په هکله پوهان وايي چې دا يو موقتي زیان دی او څه موده وروسته به بېرته فېسبوک او ټویټر خپل ارزښت تر دې هم ډېر کړي.

ډونالډ او د فېسبوک او ټویټر پاليسي

فېسبوک او ټویټر وايی چې ډونالډ ټرمپ ددوی پاليسي او اصول تر پښو لاندې کړي دي نو له همدې کبله يې دده اکونټ تړلی دی.

فېسبوک او ټویټر وايی چې ډونالډ ټرمپ خپل پلويان په کانګرس د حملې او هجوم لپاره هڅولي دي.

د يادونې وړ ده چې ډېری ټولنيزو رسنيو او نورو انترنتي شبکو په ډونالډ ټرمپ بندیز لګولی دی، يوټيوب هم د ډونالډ ټرمپ حساب بند کړي او د هغه ویډيو ګانې يې ډېلېټ کړي دي او سنپچټ هم د نوموړي اکونټ تړلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance