The news is by your side.

کاناډا کې يوې ښځې خپل خاوند پړی په غاړه راباسلی، دا ولې؟

خبريال وېبپاڼه/ د ټولو هېوادونو په شان په کاناډا کې هم د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ځينې شرايط نور هم سخت شوي دي، ددې هېواد حکومت اوس په ځانګړي ډول د کاناډا په Quebec سیمه کې کرنټین سخت کړی دی، د ورځې په څو ټاکلو ساعتونو کې خلک کولي شي د مشروع يوې اړتیا لپاره بيرون ته ووځي.

د کورونا ويروس د کرنټین څخه په تنګ راغلې مېرمنې په دې هېواد کې داسې يو عجيب کار ترسره کړ چې ټول یې حيران کړل، يوې مېرمنې د Quebec په سيمه کې د خپل خاوند په غاړه کې پړی اچولی و او هغه یې د يوه ځناور په شان په څلورو پسې روان کړی و.

خلک ددې نندارې په ليدو سره حيران پاتې شول، په داسې حال کې چې دا مېرمن روانه وه او خاوند يې د پړي نيولی و د پوليسو له لوري ودرول شوه.

سپی مې چکر ته راباسلی

کله چې پوليسو دا مېرمن ودروله او د کرنټین د اخلال په هکله یې ورته وويل نو دې ورته وویل چې خپل سپی یې بيرون ته راباسلی او چکر ورکوي، د کاناډا په دې سيمه کې په ځانګړو ساعتونو کې يو کس اجازه لري خپل سپی بيرون ته د چکر لپاره راوباسي.

دې مېرمنې هم ددې لپاره چې ځانته د بيرون تللو مشروعیت پيدا کړي خپل خاوند شپی کړی و او په دې ډول یې غوښتل چې ځان د کرنټین څخه معاف کړي.

دې پوليسو ته پخپلو خبرو کې وويل چې دا ډېره طبعي خبره ده، دې صرف خپل سپی بيرون ته د هوا اخیستو او چکر لپاره راباسلی دی.

پوليسو مېرمنې او خاوند دواړو ته جریمه وليکله، د کاناډايي رسنیو د خبر په بنسټ چې دوی هر یو پوليسو ۱۲۰۰ ډالرو جريمه کړ.

پوليس ورڅخه سر ټکوي

ددې جوړې څخه پوليسو هم سر ټکولی دی، پوليسو ددوی د ناوړه رويې يادونه کړې ده، ددې سيمې پوليسو ويلي دي چې دې مېرمنې او خاوند ددوی سره هېڅ ډول همکاري ونکړه او په زياتو خبرو یې کار نور هم اوږد او سخت کړ.

مېرمنې او خاوند نه غوښتل جريمه شي، دوی دا یو طبعي کار باله او خپل حق یې ګانه، مېرمنې پوليسو ته ویلي و چې حکومت اجازه ورکړې خپل سپی بيرون ته وباسي نو دې هم خپل سپی بيرون ته راباسلی کوم غیرې قانوني کار یې نه دی کړی.

په ټولنيزو رسنيو کې ځینې خلکو د کاناډا د حکومت دا پریکړه هم جالبه بللې ده چې يو کس کولی شي خپل سپی چکر ته وباسي او له دې کبله د کرنټین څخه په ځانګړو ساعتونو کې معاف شي.

کاناډا کې د کورونا ويروس حال

په کاناډا کې تراوسه پورې ۶۸۱ زره کسان کورونا ويروس نيولي دي، دا د ګاونډي امريکا څخه ډېر کم شمېر دی، له دې جملې څخه ۵۸۵ زره کسان بېرته د کورونا ويروس د ناروغۍ څخه رغېدلي دي او ۱۷۳۸۳ کسانو بيا ددې ويروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.