fbpx

ننګرهار کې د بریښنا نه شتون له امله ټول برقي کارونه په ټپه ولاړ دي

 

د تیرې اونۍ دوشنبې ورځې راهیسې یو ځل بیا له کابله جلال اباد ته د راغلي بریښنا مزې پرې دي، چې له امله یې ښاریان په تیرو خونو کې ناست دي.

د جلال اباد اوسیدونکي او مدني فعالان وايي، له تیرو کلونو راهیسې د دې ښار بریښنا په اونیو، اونیو پرې کیږي؛ خو د دایمي حل لپاره یې کوم اقدام نه دی شوی.

د بريښنا ریاست چارواکي بیا په دې اړه د خپلو فعالیتونو څخه خبر ورکوي او په نږدې راتلونکي کې یې د حل ژمنه کوي.

د ښاریانو په وینا د کاروباري زیانونو سره آن د څښاک اوبه هم په سختۍ سره پیدا کوي.
د جلال اباد اوسیدونکي د افغانستان بریښنا شرکت په مسوولینو نیوکه کوي، چې تر اوسه یې د دې ستونزې لپاره دایمي حل پيدا نه کړ او هم د حکومت پر وسله والو مخالفینو کلک انتقادونه کوي، چې په دې ډول کړنو سره دوی غواړي؛ له ولس سره دښمني وکړي.

د ننګرهار بریښنا رییس اکرام الله عابد وايي چې دا ستونزه دایمي حل غواړي؛ خو وايي، په دې اړه یې له مرکز سره خبرې کړي او ډير ژر به یادې ستونزې ته دایمي حل پیدا کړي.

په ورته وخت کې بیا د ختیځي حوزې بریښنا ریاست چارواکي وايي، د بریښنا مزي د لغمان ولایت اړوند د بادپښ په سیمه کې د حکومت د وسله والو مخالفینو له لورې پرې شوي، چې اوس یې قومي مشران د دې ستونزې د حل په موخه وسله والو مخالفینو ته جرګې ورلیږلي.

عین حال کې د لغمان ولایتي چارواکي هم وايي، چې قومي مشران یې وسله والو مخالفینو ته جرګه کړي او په دې اړه خبرې جریان لري.

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د والي اصف ننګ له قوله ویل شوي، چې وسله والو مخالفینو دې کړنې سره په روغتونونو، جوماتونو او کورونو کې عام ولس په زحمت شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د بریښنا لینونه په بادپښ کې پرې کیږي؛ بلکه له دې وړاندي هم هر کال په ځلونو دا کار تکرار شوی

Loading...