The news is by your side.

هېڅکله مه ناهیلې کېږئ!

خبریال وېب پاڼه/ یو ځل د متوسط منگ (عمر) لرونکې سړي خپله دنده له لاسه ور کړه، او د خپل ژوند د مالي ملاتړ لپاره د بلې دندې په لټه کې وو. هغه په ورځپاڼې کې ولېدل چې په یوه لوی شرکت کې د “گارسون” دنده شتون لرې.

هغه چې دندې ته ډېره اړتیا درلوده نو د “گارسون” د دندې غوښتنه یې وکړه.

بله ورځ هغه د مرکې لپاره وغوښتل شو. مدیر ورسره مرکه وکړه او له هغه یې آزموېنه واخېسته سړی په آزموېنه کې بریالی شو.
مدیر وویل: “تاسې وگمارل شوئ .. اوس ماته خپله د برېښنا لیک پته راکړئ ترڅو زه نور توضیحات او ستاسې د شمولیت لیک در واستوم.”

سړي ځواب ورکړ: ” ښاغلیه زه کمپیوټر نه لرم او نه هم کوم د برېښنالیک پته لرم.”

مدیر ځواب ورکړ: “څه ..؟ په دې زمانه کې که تاسې د برېښنالیک پته ونه لرئ په دې معنا چې تاسې هېڅ شتون نلرئ زه بخښنه غواړم دا دنده تاسې ته نشم در کولی تاسې گومارل شوي نه یاست.”

سړی چوپ پاتې شو. هغه نه پوهېده چې څه وکړي ځکه هغه په جېب کې یوازې ۲۰۰ ډالر درلودل او هېڅ دنده یې نه درلوده. هغه هېڅ امید نه درلود چې ژر به بله دنده ترلاسه کړي. او نه یې غوښتل چې له دندې موندلو پرته کورته لاړ شي. هغه د یوې شېبي لپاره فکر وکړ …

بیا هغه پرېکړه وکړه چې سوپر مارکيټ ته ولاړ شي او له دې پیسو سره ترکارې واخلې.

ترکارې یې واخېستله او بیا یې د پلورلو لپاره کور په کور وگرځوله. تر ماښامه هغه وتوانېده چې ټوله ترکارې وپلورې او هغه پیسې دوه چنده کړي.

دې هغه ته دا احساس ورکړ چې هغه کولی شي په دې ډول خپل ژوند مخ ته یوسې.

هغه هره ورځ سهار وختې سوپر مارکیټ ته تله تازه ترکارې یې اخېستله او بیا ټوله ورځ کور په کور
گرځېده او تر ماښامه یې ترکارې پلورله.

هغه هره ورځ ډېر کار کاوه او په خپل قوي هوډ او کلکي ارادي سره په ۵ کلونو کې هغه یو ښه تاسیس شوی سوداگر شو. اوس هغه د توکو د لېږد لپاره گاډې لري او د متحده ایالاتو په بازار کې د خوراکې توکو یو له ډېرو لویو پرچون پلورونکو څخه دی.

یوه ورځ هغه پرېکړه وکړه چې هغه باید د خپل ځان او کورنۍ لپاره د ژوند بیمه ولري . نو د بیمې سلاکار یې راوبله. له ټولو خبرو اترو وروسته ، سالاکار له هغه څخه د برېښنالیک د پتې په اړه وپوښتل.

سړې ځواب ور کړ ،”زه د برېښنا لیک پته نه لرم”
سلاکار حیران شو او ورته یې وویل، “تاسې د برېښنالیک پته نه لرئ حال دا چې تاسې دومره نامتو سوداگر یئ.. آیا تاسې تصور کولی شئ که چېرې تاسې د برېښنالیک پته درلودلای نو څه به وای.”

سړې یوه شېبه فکر وکړ او ځواب یې ورکړ،
“گارسون”

پایله:
که موږ د یو څه په لټه کې شو او تر لاسه یې نه کړو، نو موږ باید امید له لاسه ورنه کړو .. موږ نه پوهېږو چې تقدېر زمونږ لپاره څه لري .. هېڅکله امید له لاسه مه ورکوئ، او تل خپلې هڅې جارې ساتئ.

ژباړه: ډیوه مومند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance