The news is by your side.

امریکا پاکستاني پوځي مشران نور موږ تربیه کوو

خبريال وېبپاڼه/ په امريکا کې د اقتدار د بدلون سره ددې هېواد د ولسمشر جوبایډن له لوري وړانديز شوی ددفاع وزير وایي دوی غواړي پاکستاني پوځي مشران وروزي.

جنرال جی اسټن چې تراوسه د امريکا د کانګرس له لوري نه دی تاييد شوی د پاکستان په هکله تازه څرګندونې وکړې او ددې هېواد د پوځي مشرانو د روزنې خبر یې ورکړ.

د‌‌ انګلستان څخه د امريکا غېرې ته

په داسې حال چې تراوسه د پاکستان ډېری لوړ پوړي پوځي چارواکي په انګلستان کې تربيه کېدل اوس د امريکا د متحده ايالاتو تازه ددفاع وزير کېدونکی جنرال جی اسټن وايي نور به دا کار د امريکا متحده ايالات کوي.

وروسته له هغه چې پاکستان د يو ازاد هېواد په توګه مطرح شو تر ننه پورې یې پوځي مشران په انګلستان کې تربیه کېدل.

نه يوازې چې د پاکستان د پوځ مشران او نور پوځي کسان په انګلستان کې تربيه کېدل بلکې ددې هېواد هغه اساسي قانون هم د انګريزانو قانون و.

د چین به شي که د امريکا؟

د امريکا ددفاع تازه وزير په داسې حال کې د پاکستان د پوځ د مشرانو د تربیې خبره کوي چې ددې هېواد حکومت په بې ساري ډول د چين سره نېږدې شوی دی او نېږدې ده چې چين نور د پاکستان چارې په لاس کې واخلي.

د پاکستان قرضونه هم اوس چين خلاصوي، څه موده وړاندې چې پاکستان يو ځل د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان ته جشن ونیوه او بيا هغوی ورته د یو څه پور ورکول ومنل د عمران او پاکستاني حکومت د ځينې څرګندونو په غبرګون کې سعودي عرب ددې هېواد څخه په فوري ډول د خپل قرض واپس کول غوښتل.

ددې سره سم په پاکستان لاره ورکه شوه او ددې هېواد صدراعظم سمدلاسه چين ته سفر وکړ او ددې هېواد له حکومت څخه قرض وغوښت، عمران خان د چين څخه ترلاسه شوی قرض سعودی عربستان ته تحويل کړ.

اوس د امريکا متحده ايالات له دې وېرېږي چې هسې نه دا پاکستان په کامل ډول د چين لاس ته ولویږي، له همدې دوی د پاکستان سره بيا اړيکې رغول غواړي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.