The news is by your side.

هغه ۶ نښې چې ښيي تاسې واده ته تيار نه ياست

خبريال وېبپاڼه/ لکه څنګه چې په واده کې بنسټ نکاح ده او په نکاح کې بيا عهد دی نو همداسې ددې عهد او‌ وعدې پالل بيا د واده لومړۍ درجه مسولیت دی.

په دې ليکنه کې د هغه کسانو د نښو او نښانو په هکله درسره خبرې کوو چې لا واده ته تيار نه دي، يانې دومره پاخه شوي نه دي چې واده وکړي.

لومړی لکه څنګه چې مو وويل چې واده د‌ ګډ ژوند لپاره یو عهد دی، دا عهد پوره کول د ژوند ډېری چارې په مشترک او ګډ ډول په مخ وړل ځینې وخت فداکاري غواړي، که يو کس خپلې ملګرې يا راتلونکې میرمنې ته د پرېکړې کولو وخت نه ورکوي، يا غواړي په ټوله کې ټول واک‌او خبره دده سره وي نو دا ډول کس واده ته تيار نه دی، ځکه په ګډ ژوند کې ځینې وخت فداکاري پکار ده، يو کس چې صرف د خپل ځان په هکله فکر کوي نشي کولی په سم ډول خپل ګډ ژوند په مخ يوسي.

په دوهم قدم کې ترټولو مهم شی د پيسو مدیریت دی، که تاسې د پيسو مدیریت نشی کولی، د پيسو د مصرف لومړيتوبونه نه پیژنی، نه یې شی مراعت کولی نو تراوسه د واده لپاره تیار نه ياست.

په دې چاره کې بايد پخپله ملګرې يا ملګري هم باور وکړئ، هغوی هم بايد د مالي مسايلو په هکله واک ولري، د مالي مسايلو په هکله بايد واضح خبرې وکړې شئ او بايد دا مسله په ګوښه کې پاتې نشي، ځکه که تاسې یې ګوښه هم کړئ خو بيا مو حسابونه سر نه سره خوري د ستونزو سره مخ کېږئ او په پايله کې ددواړو ترمنځ تاوتريخوالی رامنځته کېږي.

په دریم قدم کې بايد باور حتمی وي، که تاسې داسې حس کوی چې ځان پټ کړئ يا د ځان په هکله ځينې شيان پټ کړئ نو دا پدې مانا چې د واده لپاره تیار نه یی، دا سمه ده چې هرڅوک ځينې داسې رازونه لري چې فقط هغه بايد ورباندې پوه شي‌ خو په ټوله کې بايد تاسې د پټولو لپاره ډېر څه ونلري او څه ډول چې ياست همغسې ښکاره شئ همغسې ژوند وکړئ.

په څلورم قدم کې بايد د واده د عمر په هکله فکر ولرئ، تراوسه مو فکر کړی دی چې که اوس واده‌ وکړئ شل کاله وروسته به مو د ګډ ژوند وضعيت څنګه وي، که تاسې صرف اوس د واده لپاره يو هوس لری او د راتلونکې په هکله فکر نلری نو پدې مانا چې د واده لپاره چندان تیار نه یاست.

په پينځم قدم کې بايد ګډ باور دی، که تاسې په يو بل لږ څه شک هم لري نو د واده په هکله مو پرېکړه وختي ده، تر هغه چې پدې هکله یو کامل ډاډ ترلاسه نکړئ د واده پرېکړه مکوئ، ځکه دا ډېره مهمه پرېکړه ده او د باور په مسله کې کوچنۍ غلطي ستاسې په راتلونکي ژوند ژور اغېز درلودی شي.

د اړيکې بنسټ مو که صرف احساسات وي نو واده ته لا وخت لرئ، که تاسې صرف ددې کبله د یو کس سره سمدلاسه واده کول غواړی چې ستاسې مختلف حواس یې غواړی د مثال په ډول تاسې صرف له دې کبله د يوې نجلۍ سره واده کول غواړی چې ډېره ښکلې ده نو یوازې دا سبب کافي نه دی، د احساساتو په ځاي باید په دې هکله هم پوره ډاډ ولرئ چې ددې نجلۍ سره يو عمر په سخته او اسانه کې تېرولی شئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.