The news is by your side.

بایډن د کار په پیل سره ۱۵ اجرائیه فرمانونه لاسلیک کړل

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ۴۶ ولسمشر جوبایډن تیره ورځ په خپل کار پیل وکړ او د کار په لومړیو کې يې د ټرمپ د ځینو فرمانونو د لغوه کولو او خپلو تازه فرمانونو ورکولو لړۍ پیل کړه.

راپورونه ووايي چې بایډن ۱۵ اجرائیه فرمانو لاسلیک کړل چې یو يې پکښي امریکا ته د تلوونکو مسلمانانو باندې د بندیز لیري کولو هم وو.

ټرمپ په خپله دوره کې خورا زیات جنجالونه او داسې پریکړي کړې وې چې د بايډن له نظره د امریکا په تاوان وې ځکه نو يې د هغو موضوعاتو د ختمولو لپاره دا جرائیه فرمانونه صادر کړي دي.

له همدې سره ترڅنګ بایډن له روغتیا نړیوال سازمان څخه د وتلو په هکله هم پریکړه ځنډولې یو وخت ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان څخه خفه او ترې وتی.

تراوسه پوري د امریکا د نوي ولسمشر د کاري دورې د پیل په هکله یو شمېر څرګندونې موجودي یو شمېر کسان په دې اند دي چې د لویو جنجالونو او موضوعاتو له جملې څخه چې  بایډن يې باید په هکله سمه پریکړه وکړي، په امریکا کرونا، افغانستان،او په سیمه کې دایرن غوندي هېوادونو سره د امریکا د اړیکو ترینګلتیا ده چې  بایډن ته ستونزې جوړي کړي.

ښايي د بایډن وروستۍ پریکړي له یو شمېر هرکلیو سره هم سي د روغتیا د نړیوال سازمان سره د امریکا د بیرته یوځای کیدلو په هکله د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هر کلی کړی او زیاته کړې يې ده، چې د کرونا لپاره د ټولې نړۍ یوځای کیدل مهم دي.

په امریکا تراوسه پوري تر ۲۴ میلیونه زیات انسانان په کرونا اخته سوي او دمړو سویو شمېر يې هم تر ۴ لکه نفره زیات سوی د ټرمپ په دوره کې امریکا ونه توانیده چې د کرونا ناروغي په وړاندې مبارزه کې بریا خپله کړي ځکه لاهم هره ورځ د کرونا د مثبتو پیښو ډیروالی رامنځ ته کیږي او امریکایان يې وار خطا کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.