نړۍ کې د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ د راپورونو د مالوماتو پر اساس لاهم کرونا په ټوله نړۍ کې خورا خطرناکه ده او هره ورځ نژدې زرګونه انسانان په ټوله نړۍ کې وژني

تراوسه پوري له ۹۷ میلیونه زیات انسانان په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته سوي او هره شېبه د دې امکان سته چې دا شمېره لاهم لوړه سي راپورونه وايي چې د تازه شمېرو له مخې دې ناروغي په ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه ۸۳ زره کسان وژلي.

د ۹۷ میلیونه انسانانو له جملې څخه څه کم ۷۰ میلیونه انسان روغ سوي هم دي د روغیا نړیوال سازمان سره د امریکا بیرته یوځای کیدلو سره د ملګرو ملتونو منشي انتونیو ګوتریش هر کلی کړی او ویلي يې دي چې د کرونا په وړاندې باید یوالی رامنځ ته کړو.

د نړۍ په کچه امریکا هغه هېواد دی چې د کرونا په ناروغي پکښي زیات خلک مبتلا سوي په دې هېواد کې نژدې ۲۵ میلیونه کسان په کرونا اخته سوي چې له جملې څخه يې ۴لکه ۱۵ زره کسان وژلي دي.

امریکا له کرونا  سره د مبارزې خبره کوي خوتراوسه پوري دا هېواد نه دی توانیدلی چې مبارزه بریالۍ او تلفات کابو کړي له امریکا وروسته هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې په دویم او دریم مقام کې دي.

په افغانستان کې که څه هم  د کرونا ناروغي پیښې تر پخوا لږ سوې خو اوس هم هره ورځ په یو شمېر ولایتون کې د دې ناروغي مثبتې پیښي رامنځ ته کیږي په افغانستان کې د کرونا مثبتو پیښو شمېر تر ۵۴ زره اوښتی او تراوسه يې ۲۳۶۳ کسان وژلي هم دي

په افغانستان کې روغتیاپالان وايي چې خلک باید روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي ترڅو د کرونا د راتلوونکو خطرونو څخه ځان خوندي کړي خو داسې مالومیږي چې په عامه توګه لاهم افغانان له دې ناروغي سره بې پروا چلند کوي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More