د غوسې کنټرول کولو راز
خبريال وېبپاڼه/ غوسه هم په انسان کې د نورو حواسو په څېر یو حس دی، څنګه چې يو کس وږی کېږي همداسې د ځينو شرايطو په رامنځته کېدو انسان غوسه کېږي هم، له همدې کبله بايد د غوسې په وړاندې بايد يو مسلکي او شعوري درک رامنځته شي ترڅو يو انسان غوسه په ترټولو کم زيان سره تېره کړي.
د غوسې په مهال مو ځانته پام وکړئ، څه حس کوی، خامخا به ځان ډېر غښتلی کړئ، ځکه پدې وخت کې په تاسې انرژي د بل هر وخت په نسبت زياتېږي.
د غوسې په وخت کې ډېری کسان له دې شکایت کوي چې کله غوسه شي نو د لاسه یې هر ډول ناوړه کار وشي او بيا وروسته سخت پښیمانه وي چې ولې به يې دا کار کوه.
دا ډول خلک ځکه دغه شکايت کوي چې وروسته له غوسې پدې باندې پوه شي چې څه یې کړې دي، د غوسې په مهال دوی خپل شعور په کامل ډول له لاسه ورکړی وي.
غوسه شعور له منځه وړي
شعور یا هغه قوه چې تاسې ورباندې د حالاتو او پېښو څخه پوهه ترلاسه کوی او یو برادشت کوی د غوسې په وخت کې د منځه وزی او ځای یې صرف غوسه نيسي.
د غوسه په وخت کې غوسه په بدن داسې حاکمېږي چې بدن فکر کوي دده نوم غوسه دی، دی جوړ د غوسې څخه دی، بل هېڅ حس په بدن کې د غوسې په وخت کې ځاي نلري، میدان غوسې ته ورپاتې وي، نه بل حس وي نه شعور وی، غوسه په ميدان کې خوشي وی څه یې چې وکړل هغه کوي.
لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ تر هغه پورې چې څه ونه پیژنی نو د هغوی سره مقابله او د هغوی کنترول ستاسې لپاره ګران کار دی، غوسه هم همداسې ده، لومړی یې باید ښه وپېژنئ او بيا یې د کنټرول هڅه وکړئ.
بیداری او توپير کول
د غوسې او يا بل هر ډول حس په وړاندې ستاسې ترټولو ستره وسله ويښ اوسېدل او د حالتو توپير کول دي، د توپير کولو څخه مو مطلب دادی چې تاسې بايد د خپل حس په توپير کې واوسئ او پوه شئ چې همدا اوس د غوسې حس هڅه کوي تاسې پخپل لاس کې واخلي.
تاسې هڅه وکړئ ددې حالت متوجه اوسئ، مطلب کله چې د غوسې پيل راغی نو دې متوجه شئ چې اوس غوسه هڅه کوي تاسې پخپل لاس کې واخلي، ستاسې شعور فلج کړي او په تاسې بيا داسې یو کار يا کارونه وکړي چې وروسته یې تاسې په کولو سره پیښمانه او خفه شئ.
دا هم امکان نلري چې يو سړی وايي چې انسان به هېڅ نه غوسه کېږي، ځینې وخت ترټولو ارام کس هم غوسه کېږی، په داسې وخت کې بايد هڅه وشي چې انسان د يوې خوا ددې متوجه شي چې د غوسه کېږي او کېدی شي غوسه ورباندې ناوړه کار وکړي او د بلې خوا بايد انسان پوه شي چې د غوسې منفي انرژي پکې زياتېدونکې ده، له همدې کبله کولي شي ولاړ شي او خپله دا انرژي په یو بل مناسب کار ولګوي، د مثال په ډول ولامبي، کوم بل سپوړټ وکړي او یا هم بل فزيکي کار ترسره کړي.
انسان په يوازې ځان نه غوسه کېږي، حتماً يو دوهم کس ته غوسه کېږي، نو دلته دوهم کس هم بايد د مقبل لوري په وړاندې داسې کوم کار او خبره ونکړي چې هغه نور هم وپاروي.
کله چې ستاسې مقابل کې يو کس په غوسه کېده نو هڅه وکړئ چې په دې وخت کې تاسې ورسره د زيات دليل او ځواب کولو ډډه وکړئ کله کې ارامه شو نو وروسته کولی شی په ارامه فضا کې د خبرو له لارې يا ځل بیا په خپله ستونزه بحث وکړئ
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.