The news is by your side.

بایډن په لومړۍ کاري ورځ د ټرمپ زیاتې پالېسۍ لغوه کړې

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو وروسته د امریکا د ولسمشرۍ سپینه ماڼۍ کې په خپله لومړۍ کاري ورځ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځینې پالېسۍ لغوه کړې.

بایډن د لومړۍ کاري ورځې سره هم مهاله په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل “د اوسني بحران د حل لپاره د وخت ضایع کولو ته اړتیا نشته.”

جو بایډن دا راز ویلي که تهران اټومي تړون ته خپل ژمنتیا بیا پیل کړي نو واشنګټن به هم ورته ره وګرځي.

هغه د سپینې ماڼۍ خبرې غونډې ته دا هم وویل چې امریکا به د خپلو متحدینو او مشرانو سره پر ایران د اټومي پروګرام د محدودیتونو د پیاوړي کولو هو غځولو په تړاو لومړنۍ مشورې وکړي.

بایډن په لومړۍ کاري ورځ ډېر اجرایوي فرمانونه هم صادر کړل چې د کووېډ19 ناروغۍ څخه نیولي د اقلیم تر بدلون پورې ډېرې مسلې پوښښ کوي.

جو بایډن د امریکا د 46 ولسمشر په توګه پرون د لوړې مراسم ترسره کړل او د ولسمشر په توګه یې لومړنۍ کاري ورځ پیل کړه.

ډونالډ ټرمپ بیا تازه د لوړې مراسمو څخه وروسته څه نه دي ویلي خو پرون یې د سپینې ماڼۍ سره د مخه ښې کولو پر مهال وویل چې د خپلې ولسمشرۍ دوره کې پر کړو کارونو مې ویاړم د څه لپاره چې زه او زما ټیم راغلی وو ترسره مو کړل او پر دې ویاړم.

ټرمپ پرته له دې چې د جو بایډن نوچ واخلي خپل ځایناستي او د امریکا 46 ولسمشر ته یې د بریا هیله وکړه او په دې توګه یې له سپینې ماڼۍ سره مخه ښه وکړه.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې تېر 2020 ز کال د نومبر په درېیمه ترسره شوې چې ډونالډ ټرمپ خپل سر سخت سیال جوبایډن له لوري مات شو او د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ یې ترې وګټله.

ټرمپ په لومړیو کې د ټاکنو له پایلو سره کلک مخالفت وښود او د درغلیو خبره یې کوله او نه یې غوښتل چې خپله ماته ومني.

د امریکان نوی منتخب ولسمشر جوبایډن او پخوانی یې ډونالډ ټرمپ دواړه د یو بل سخت سیالان وو او په ټاکنیزو کمپاینونو او ویناوو کې به یې پر یو بل نیوکې کولې او پر یو بل ملنډې هم وهلې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.