The news is by your side.

د اوبو څښلو ۵ داسې ګټې چې تراوسه به نه وی ترې خبر

خبريال وېبپاڼه/ د اوبو د بې شمېره ګټو په هکله به موږ ټولو اورېدلي وي، خو په دې ليکنه کې به د اوبو د ګټو څخه په جزياتو باندې خبر شو، اوبه چې په ځمکه کې د ژوند پيل او د ژوند ددوام عنصر ګڼل کېږي زموږ د بدن يوه حياتي اړتيا ده.

د اوبو يوه ترټولو ستره ګټه د هغه کسانو لپاره ده چې تل د قبض څخه شکایت کوي، ددې کسانو لپاره ترټولو ساده اوکټوره لاره پرېمانه اوبه څښل دی، اوبه ستاسې د کولمو او معدې کار آسانه کوي او هضم مو ډېر په ارامۍ ترسره کیژي، په کولمو کې مو مودا په داسې شکل نه پاتې کېږي چې ستاسې د قبض سبب شي‌.

په بدن کې بدون له اوبو څخه د غړو او حجرو فعالیت امکان نلري، په دې ټول پوهېږو چې حجرو ته د موادو رسول څومره اړين دي، اوبه ستاسې د بدن سره مرسته کوي چې حجرو او د بدن نورو غړو ته اړين مواد ډېر ژر او راحت ورسیږي.

د پوستکي ښکلا به د چا نه خوښېږي، په دې ځانګړي ډول د نجونو او مېرمنو، چې تل هڅه کوي او تازه او شفاف پوستکی ولري، خو غم مکوئ اوبه غوندې ساده او اسانه ترلاسه کېدونکی څیز ستاسې د پوستکي د ښکلا لپاره ترټولو اغیزمن شی دی، تاسې کولی شي په پرېمانه اوبو څښلو سره خپل پوستکی او جلد تازه او شفاف وساتئ.

د بندونو له درد مو خدای وساته، د بندونو درد ستاسې د حرکت قابليت کموي او په ځوانۍ کې مو د زړښت سره مخ کوي، په ځوانۍ کې سړی د کاره غورځوي، خو همدا اوبه دي د بندونو د غښتلي کولو لپاره سخته کټه لري، هغه کسان چې پرېمانه اوبه څښي بندونه یې روغ او غښتلي وي.

د بدن اړتیا داده چې نه ډېر ګرم وي نه يخ، په بدن کې لږ اضافي ګرمي او یا يخ والی د بدن لپاره ډېر شديد زيان پېښولی سي، خو د بدن د تودوخې او يخنۍ یو اوسط ساتل هم بدون له اوبو څخه امکان نلري، اوبه زموږ د بدن تودوخه په یوه وسط درجه کې ساتي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.