ايا ماشومان د مور په نس کې هم خوبونه ويني؟
خبريال وېبپاڼه/ ماشومان چې د ډېرې زياتې مينې محبت وړ دي مخکې له دې چې نړۍ ته راشي د مور په نس کې يوه دوره تېروي، په دې دوره کې ځینې داسې پېښې کېږي چې په هکله يې پوهېدل تاسې او موږ حيرانووي.
په دې ليکنه کې د مور په نس کې د ماشوم د ۹ مياشتيني ژوند په هکله درته جالب مالومات وړاندې کو، هيله ده چې دا مالومات به مو خوښ شي او په عين حال کې به ستاسې د حیرانۍ سبب وګرځي.
خوبونه به مو زیات ليدلي وی، تاسې اوس رسېدلي يې خوبونه ليدل درته عام ښکاري، خو څنګه که يو څوک درته ووايي يو ماشوم ان د مور په نس کې هم خوب ويني؟ باور به مو رانشي يا به تاسې دا فکر کوی چې د مور په خېټه کې لاڅه ماشوم چې نړۍ ته راشي هم ډېر وخت چې کوچنی وي خوب به نه ويني، خو داسې نه ده.
څېړنې ښيي چې نوی ماشوم چې د مور په نس کې د خپل ژوند ۱۷ اونۍ پوره کړي نور خوب ليدل پيل کوي، خوب ليدل پيل کول لا څه کوی چې له دې وروسته ماشوم د مور په خېټه کې د نورمال څخه زيات خوب ويني، ځینې مقالې ان ښيي چې د مور په نس کې د ۱۷ اونيو وروسته ماشوم ان د یوه بالغ انسان څخه هم زیات خوبونه ويني.
د درد په هکله هم د ماشوم حس وختي فعال کېږي، درد حس کول د ځینې عصبي ريښو له ودې سره تړاو لري، یانې د درد حس هغه وخت رامنځته کېږي چې ځانګړې عصبی ريښې سم فعاليت پيل کړي ترڅو د تخريب د ځای حس مغز ته خبر ورکړي او یو شديد درد حس شي.
خو پوهېږئ ماشومان د درد حس کول څه وخت پیلوي، ساینس څه وايي؟ په دې هکله ساينسي څېړنې وايي چې يو ماشوم وروسته د ۱۲ اونیو د درد حس کول پيل کوي، د ساینسي تحقیقاتو په بنسټ وروسته له دولسو اونيو د ماشومانو عصبي ريښې او د ملاتیر پراختيا پيدا کوي او له همدې کبله نور نو ماشوم هم د درد حس پيدا کوي.
پوهېږئ چې ماشوم څه وخت د خپلې مور غږ اورېدل پيل کوي، يا دا پوښتنه نوره هم جالبه کړو، پوهېږئ چې ماشوم څه وخت د خپلې مور غږ د نورو غږونو څخه بېلولی شي، که نه پوهېږئ نو زموږ سره مل شي او ځان پوه کړئ.
يو ماشوم وروسته د ۲۰ اونيو کولی شي د خپلې مور غږ واوري، نه یوازې چې ماشوم نور د خپلې مور غږ اورېدلی شئ بلکې د خپلې مور غږ د نورو کسانو له غږونو څخه بیلولی هم شي.
د خوږو سره د ماشومانو مينه تر بل هر چا زياته وي، هغه ماشومان چې د مور د نس څخه نړۍ ته راشي او یو څه لوی شي نو بيا خو به يې وينی چې د خوږو شيانو سره څه ډول مینه لري.
خو پوهېږئ د خوږو سره د ماشومانو دا مينه ډېره مخکې پيل شوې وي، د څېړنو په بنسټ چې يو ماشوم ان د خپلې مور په خېټه کې د خوږو حس کول پيل کوي، ساينسي څېړنې ښيي چې کله چې يو مور خواږه څه وخوري نو ماشوم يې حس کوي او ان کله چې کوم تروش او تروه څه وخوري نو غبرګون ښيي او خپل د مخ افاده بدلوي، نو له دې مالوماتو په دې هم پوهېدی شو چې د اومېدوارۍ په وخت کې د مور هر کار او هر قدم د ماشوم په روغتيا مستقيم تاثير لري، له همدې کبله بايد په دې باره کې ډېر حساس واوسو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.