The news is by your side.

افغانستان به ژر د نړیوالو علماؤو د ناستې کوربه وي

خبریال وېب پاڼه/ د بهرنیو چارو وزارت وایي افغانستان به ډېر ژر د سولې په تړاو د نړیوالو علماؤو د تاریخي ناستې کوربه وي.

دې ناسته کې به له دیني او شرعي اړخه د افغانستان کړکېچ ته د حل لارې پیدا کړي چې د افغانستان لپاره به برخلیک ټاکوونکي وي او دا راز به طالبانو ته په کې هم د ګډون بلنه ورکول کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې وزیر محمد حنیف اتمر سره سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د اړیکو مشر شېخ محمد د لیدلو په وخت کې د دې خبرې یادونه کړې ده.

د وزارت په خبر پاڼه کې د سولې په تړاو د نړیوالو علماؤو د ناستې د وخت او ځای په اړه یادونه نه ده شوې خو ټینګار یې کړی چې دا به ډېر ژر وي.

افغانستان کې روانې جګړې ته چې طالبان یې جهاد بولي په بار بار د نړیوالو اسلامي علماؤو له لوري ورته توجیه نه ده ورکول شوې، غیر شرعي بلل شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې لاس ترې واخلي خو طالبان لا هم په خپل دریځ ولاړ دي او له جګړې نه لاس په سر کیږي.

افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو جګړه د سعودي عربستان کې د کعبې شریفې علماؤو او د نورې اسلامي نړۍ لوی او مشهورو علماؤو غندې او د افغانانو وژنه یې د شریعت له پلوه نا روا بللې خو د دومره لویو علماؤو د فتواوو سره سره هم طالبانو او ملاتړو یې پرې غوږ ونه ګراوه.

د طالبانو جګړه چې په نړیواله کچه غیر شرعي بلل شوې نو جهاد د څه لپاره؟

طالبان که څه هم پوهیږي چې جګړه یې د افغان سرتېرو سره جهاد نه دی او د امریکا سره یې له جګړې لاس اخیستی خو بیا هم خپل جنګیالي د جهاد په نوم غولوي او افغان سرتېرو سره یې جګړې ته سېخوي.

طالب مشرانو د جهاد په نوم لوی امتیازونه واخیستل او دا چې په روانه جګړه کې یې د دوی او بادارانو ګټې دي نو ځکه هم د دې لپاره هم دومره په اسانه له جګړې لاس نه اخلي او سولې ته نه رضا کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.