The news is by your side.

د اولادونو د ښې تربيې لپاره غوره ټکې!

خبريال وېب پاڼه: اولادونه د مور او پلار لپاره ډير ارزښتمند وي د مور او پلار ټولي هيلي په اولادونو پوري تړلي وي همدا اولادونه دي چې د مور او پلار خدمت او احترام کوي په هر مور او پلار لازم دي چې خپلو اولادونو ته سالمه او يوه داسي تربيه ورکړي ترڅو د ژوند په ادابو او اوصولو وپوهيږي.

مور او پلار مکلف دي چې خپلو اولادونو ته داسي روزنه ورکړي چې د ټولني د درد دوا شي نه د ټولني د اوږو بار د اولادونو لپاره لومړنی ښوونځی کور دی او لوړني ښوونکي مور او پلار دي.

مخکې له دې چې والدين خپل اولادونه ښوونځی ته ولېږي لومړی بايد خپله ورته داسي تربيه ورکړي چې د اخلاقو بيلګه اوسي اولادونه هر وخت د مور او پلار په نوم پيژندل کيږي يعني که تربيه او اخلاق یې سم وه نو خلک به يې مور او پلار ته دعاوې کوي او که اخلاق يې نه لرل خلک به يې مور او پلار ته ښېراوې کوي نو له همدي امله د مور او پلار روزنه د اولاد لپاره ډيره مهمه ده.

مور او پلار لومړنی مسووليت دا دی چې اولاد لپاره حلال رزق وګټي او حرامو يې وساتي ځکه دا بيا وروسته په ټولنه کې يو ډول فساد رامنځته کوي.

مور او پلار دوهم مسووليت دا دی چې خپلو اولادونو ته ګرځيدل زده کړي داسي نه يوازي په پښو ګرځيدل بلکې داسي ګرځيدل چې اولادونه وکولی چې خپل ځان لپاره سمه لار غوره کړي چې نورخلک يې هم په لار روان شي او هم د ټولني لپاره ګټور تمام شي.

د مور او پلار دريېم مسووليت دا دی چې هره شپه يا هم په اوونۍ کې يوه شپه خپلو اولادونو ته کتاب واوروي که هغه هر ډول کتاب وي ځکه دا د ماشومانو په ذهن مثبت اغيز لري او هم اولادونه د کتاب لوستو او تعليم کولو ته هڅوي چې داسي ماشومان سبا بيا ډير پرمختګ کولی شي او هم به د تعليم په ډګر کې هر وخت بريالی وي.

د مور او پلار څلورم مسووليت دا دی چې د خپلو اولادونو خوړو، پوښاک، او روغتيا ته خاصه پاملرنه وکړي ځکه چې ماشوم روغ وي ښه پوښاک ولري او ښه غذا وخوري دا بيا د ماشوم د راتلوونکي لپاره ډير ګټور تماميږي.

مور او پلار پنځم مسووليت دا دی چې خپلو اولادونو ته وخت ورکړي تفريحي پارکونو ته يې يوسي، چکر ورکړي ځکه ماشوم بيا په دې پوهيږي چې مور او پلار يې ورسره ډيره مينه لري او بيا وروسته اولاد هم د مور او پلار د خوښيو لپاره هر ډول کارونو ته چمتو وي.

ليکنه: فيصل مومند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.