The news is by your side.

د پناه غوښتلو لپاره د نړۍ غوره هيوادونه!

خبريال وېب پاڼه: انسان په هغو حالاتو کې د خپل هيواد پريښودو ته اړ کيږي چې کله د سياسي، امنيتي، او اقتصادي مشکلاتو سره مخ شي او هغو هيوادونو ته د پناه غوښتلو لپاره ځي چې د ژوند اسانتياوې ولري.

له بده مرغه چې افغانستان هم د هغو هيوادونو له جملې دی چې هرکال ډير شمير وګړي يې د ناامنيو، اقتصادي او سياسي مشکلاتو له امله خپل هيواد پريږدي او نورو هيوادونو ته پناه وړي.

اروپايې هيوادونه چې هرکال کال په زرګونه پناه غوښتوونکو ته پناه ورکوي هرکال د نړۍ ډير شمير مهاجر اروپايې هيوادونو ته پناه وړي ځکه اروپايې هيوادونو ته د تک لار اسانه ده هغه پناه غوښتوونکي چې اروپايې هيوادونو ته پناه وړي ډير شمير يې په غير قانوني توګه د سمندر او ځنګلونو له لارې ځي چې بيا ډير شمير خپل ژوند هم د لارې په اوږدو کې له لاسه ورکوي.

د نړۍ هغه هيوادونه چې د پناه غوښتلو لپاره غوره او ډير شمير پناه غوښتوونکو ته يې پناه ورکوي دا دي.

۱:د امريکا متحده ايالات، چې د پناه غوښتوونکو لپاره ډيري اسانتياوې لري او هرکال په زرګونه پناه غوښتوونکو ته پناه ورکوي نو له همدې امله په نړۍ کې د پناه غوښتوونکو لپاره اول نمبر هيواد دی په امريکا کې د مهاجرو شمير ۴۵،۸ ميليون دی او د امريکا ۱۴،۳ سلنه نفوس جوړوي.

۲: هسپانيا، د اروپايې هيوادونو پنځم نمبر هيواد دی چې ډير شمير پناه غوښتوونکو ته پناه ورکوي او د ژوند کولو ډيري اسانتياوې هم لري په هسپانيا کې د پناه غوښتوونکو شمير ۶.۵ ميليون دی چې ددې هيواد ۱۳.۸ سنله نفوس تشکيلوي.

۳: اسټراليا، چې تګ ورته ډير سخت دی خو د ژوند کولو ډيري اسانتياوې لري د اسټراليا نفوس ۲۳.۶ ميليون دی چې ۶.۵ ميليون تنه يې پناه غوښتوونکي دي او د اسټراليا ۲۷،۷ سلنه نفوس جوړوي

۴: کاناډا، چې د نړۍ دوهم نمبر هيواد دی چې ډير شمير پناه غوښتوونکو ته پناه ورکوي د هغو هيوادونو له جملې دی چې د ژوند ډير شمير اسانتياوې لري په کاناډا کې د پناه غوښتوونکو شمير ۷،۳ ميليون دی چې د کاناډا ۲۰،۷ سلنه نفوس جوړوي.

۵: جرمني، چې د اروپا له مهمو هيوادونو بلل کيږي او د پناه غوښتوونکو ته غوره اسانتياوې لري هرکال په زرګونه مهاجرو ته پناه ورکوي په جرمني کې د مهاجرو شمير ۹،۸ ميليون دی چې د جرمني ۱۱،۹ سلنه نفوس جوړوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.